په اسلامي هېواد کې نابلده ولسمشر

صابر خپلواک

ډیرې تیروتنې لرلې

د دغو تیروتنو له جملې څخه یې ځینې داسې الفاظ هم شته چې که مسلمان انسان د هغه پرمفهوم باور ولري نو د اسلام له دائرې څخه خارجیږي.

د ښاغلي اشرف غني په دغو تیر وتنو کې لومړی هغه دا وه چې کله یې تېر کال د محرم په لسمه په کابل ښار کې د حضرت امام حسین رضی الله عنه د شهادت لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ او هلته یې حضرت امام حسین رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لمسي پر ځای (نواسه خدا) وباله.

د تعجب وړ خبره دا ده چې په یاده غونډه کې چې د یوه مذهبي مناسبت په اړه جوړه شوې وه اکثریت برخوال عالمان او د دیني زده کړو لورونکي وو مګر یوه هم د ښاغلي غني د دغې سترې اشتباه د اصلاح کولو جرئت ونه کړ.

ولسمشر غني خپله لیکلې وینا په حاضرینو په داسې ډول واوروله چې نه یې خپله ده د لوستلو شوق درلود او نه یې هم اوریدونکو د اوریدلو مینه .

په هرصورت د غونډې څوساعته بهیر پای ته ورسیدو او ارګ ته په بیرته ګرځیدو سره ښايي کوم شخص د ولسمشر رسنیز دفتر ته د ولسمشر د تیروتنې په اړه خبر ورکړی وي چې په ماښام کې یې ولسمشریزې ماڼۍ د ولسمشر د تیر وتنې د اصلاح په اړه رسمي اعلامیه خپره او په هغه کې یې د الله تعالی د وحدانیت په اړه د سورة الاخلاص مبارک ایتونه لیکلي وو.

د دې اشتباه په تعقیب ښاغلي غني سږکال په سپټمبر کې د ازبکستان د فقید ولسمشر اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تاشقند ته ولاړی او هلته یې د نورې اسلامي نړۍ د چارواکو په جمله کې د جنازې د لمانځه په لومړي صف کې ځای ورکړ.

د جنازي د لمانځه د لومړي تکبیر تر اوریدو وروسته ښاغلي غني هم لاسونه غوږونو ته پورته او بیا یې تر نامه لاندې کیښودل ، خو د دوهم تکبیر په اوریدو سره سمدستي رکوع ته ولاړی چې د جنازې د مراسمو ثبتونکو ټلویزوني کامرو توجه یې ځانته راوګرځوله .

د  روان ډیسمبر د میاشتې  په پیل کې ولسمشر غني د ٢٠٧ ظفر قول اردو  قوماندان ډګر جنرال محي الدين غوري په جنازه کې د ګډون لپاره هرات ته ولاړی او هلته بیاهم د جنازي په لومړي صف کې ورته ځای ورکړل شو.

دا چې د جنازې د څلورو تکبیرونو په ځای به ولسمشر غني د څو رکعتونو نیت تړلی وي الله تعالی د زړونو مالک دی ، خو د جنازي تر لمانځه وروسته  د دوعا کولو په مهال نوموړي بیا خپل لاسونه غوږونو ته د تکبیر تحریمه په نیت پورته کړل او تر هغو یې خپلې پټې ګوتې د غوږونو په نرمیو پورې لګولې وي تر څو یې د ادارې دفتر مشر ورته په اشارې کولو سره لاسونه ښکته او دعا کول پیل کړل.

په پورتنیو عملي اشتباهاتو سره، سره ښاغلي غني په معلوماتي برخه کې هم یوشمېر داسې تیروتنې لري چې له اسلامي معلوماتو سره د نوموړي نابلدي څرګندوي.

مثلا نوموړي ازبکستان ته د سفر په مهال د تاشکند په پوهنتون کې میشتو افغان محصلینوته وویل:

کتابی که بعد ازحدیث نبوي زیاد ترین اھمیت را دارد بخاري شریف است.

همدا راز یې د اوومې هجري پېړۍ دمشهور سالک مصلح الدین سعدي شیرازي له نوم سره یې د رحمت الله علیه په ځای دعلیه السلام اصطلاح کومه چې د پیغمبر له نامه سره کارول کیږي وویله.

پر دې سر بیره د الله جل جلاله د نوم یادولو په مهال د الله (جل شانه) په ځای تل الله (جل شانو) کلمه وايي چې هیڅ مفهوم او اومعنا نه افاده کوي.

او تر ټولو هیښوونکي یې دا چې یومهال یې د یوې غونډې برخوالو ته وویل:

(( د باران اوریدو په خاطر باید تاسي تهجد وکړئ !! زه تل د همدې غرض لپاره په ورځ کې یوځل تهجد کوم…))

د ولسمشر له پورتنیو عملي او قولي اشتباهاتو څخه معلومیږي چې نوموړی له دیني شعائرو په تیره لمانځه سره چې د اسلام یو اهم رکن دی نهایت نابلده دی.

په هرات کې د جنرال محی الدین غوري په جنازه کې تر تیروتنې وروسته کورنیو رسنیو هم د ښاغلي غني د مسلسلو اشتباهاتو په اړه تصویري رپوټونه نشر کړل او دا یې وویل چې د هر دیني مناسبت په غونډه کې د ټلویزوني کامرو ټول ترکیز د ولسمشر غني پر حرکاتو د دې په خاطر متمرکز وي چې له هغه څخه خامخا یو نادر او عجیب حرکت صادریږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close