په اسلام اباد کې دکابل نوی سفير او نوې اړيکې

له درې کالو راهسې دا څلورم ځل دی، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې خرابېږي او بيا يو څه عادي حالت ته راګرځي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي به کله پاکستان ته د ورور او کله ددښمن وينا کوله. چې لږه څه همکاري به يې ورسره وکړه، نو ورته به يې دپاکستاني پلاوي سره په ليدوکې د ورور او چې کله به کوم بريد وشو، نو پر پاکستان به يې د دښمن ګوته دنيوکې په ګوته پورته کړه.
د اوسني دولت چې دوه ډاکټران اشرف غني او عبدالله يې واکمن دي؛ د پاکستان سره ديو کال په دروان کې اړيکې ښې او بيا خرابې شوې .
د افغانستان دسولې په اړه چې په اسلام اباد کې د کابل دپلاوي او طالب مشرانو ترمنځ مذاکرات وشول، د دولت واکمنو له پاکستانه دښې همکارۍ اميدواري څرګنده کړه . خو چې څه وخت مذاکرات په خپل ځای ودريدل، خپله ډاکټر عبدالله او نورو چارواکو وويل، له پاکستانه دهمکاريو په باب هيڅ اميد نه لرو .
پاکستان تل دافغانستان سره دښه ګاونډيتوب او اخلاقو مرسته په کولو ټيګار کړی دمسئلې په حل کې يې د مرستو ژمنې کړي ، خو ورسره يې ويلي چې د مسئلې حل دافغانانو خپل کار دی، افغانان بايد په خپلو کې سره جوړ شي.
داسې برېښي چې دپاکستان او افغانستان سره داړيکو دلا ترينګلتوب لپاره افغان دولت د ډيپلوماتيکو هلو ځلو په ښه والي غور کړی او غواړي اسلام اباد ته بل نوی سفير ولېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښو اړيکو ساتلو او موجوده تاو تريخوالي او بې باوريو د منځه وړلو کې لاس ولري.
دکابل دولت ددې نوي سفير لپاره څو اونۍ وخت واخيست ، معنا داچې پوره سوچ او غور يې پرې وکړ، چې اوس يې دپخواني اقتصاد وزير محمد عمر زاخيلوال باندې مشوره راغلې ده، چې بايد اسلام اباد کې يې دسفير په توګه وټاکي.
عمر زاخيلوال له کومې خاصې ډلې او تنظيم پورې تړلی نه دی، تعلیم يې په کاناډا کې بشپړ کړي. نوموړی دپاکستان او افغانستان ترمنځ داړيکو په ښه والي کې غوره رول ادا کولای شي. زاخيلوال تل په افغانستان کې دجګړو دپای ته رسيدو يوه سوله ييزه حل غوښتنه کړې ده . چې دمعلوماتو په اساس دپاکستان سره دښو اړيکو په برابرولو کې افغان چارواکو لازم شخص په ګوته کړی دی. اوس به له دې ورسته څرګنده شي ، چې زاخيلوال څومره دخپلې تجربې څخه په کار اخيستنه دافغانستان دمسئلې دحل لپاره کار کولای شي.
که څه هم په افغاني رسنيو کې يا په رسمي توګه دزاخيلوال په اړه اسلام اباد ته دسفير په توګه دلېږلو څه نه دي ويل شوي، خو لاس ته راغلي معلومات ښيي چې ورسته به زاخيلوال اسلام اباد ته دسفير په توګه اعلان کړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close