په اشغال شوي هېواد کې د افغاني هویت په سر جنګ بې معنا دی

کابل ټکی کام ۱۷وږی/۱۳۹۴

افغانان چې په خپل تاریخ ویاړي، او په هر ځای کې خپل افغانیت د ثبوت په شکل وړاندې کوي، یو غوره عمل دی، خو په هر ځای کې د تاریخ لرغونتیا ثابتول بیا ګټوره نه وي باید د ګټې او تاوان د ځایونو پېژندګلوي وشي.
که مونږ په هر وخت کې د خپلو پخوانو مشرانو لاره نیسو، نو زمونږ د هېواد اکثرو مشرانو ټول ژوند په جګړو کې تېر کړی دی، د پردیو تپل شوې جګړه یې د نن په څېر په ځان منلي او افغان ولس یې په خپل منځیو جګړو کې سوزولي دي، مونږ باید د خپلو مشرانو د کامیابو لارو او سیاستونو لاره تعقیب او د منفي اړخونو څخه اجتناب وکړو.
په ۱۴۱۵م کال کې سلطان بهلول لودي غوښتل هندوستان افغانستان کړي، په زرګونو لښکرې یې پر هند ور پلي کړې، د افغانستان څخه یې تر ۲۰۰۰زیات پښتانه په پوځي لښکرو کې ورځای او هندوستان ته یې ولېږل، په دې پوځونو کې نیازي، لودي، کاکړ، سوري، کړیاڼي او نور پښتانه وو چې هندوستان ته په رسېدو یې هندي پوځ کې په دې غرض ورګډ کړل، چې هندي پوځیان پښتانه کړي، خو د لودي د فکر او خیال مطابق هغه څه ونشول کوم چې ده له ځانه سره سنجولي وو.
د تاریخ څرخ به پله بل مخ شو په هندي پوځ کې ورګډ شوي قومونه چې ټول پښتانه وو، د هندي پوځ تر تأثیر لاندې راغلل، د هندي پوځ په منځ کې ورګډ پښتانه هندیان شول چې تر نن ورځې پورې په هندوستان کې د پښتنو یاد قومونه چې په ۱۴۱۵م کې هندي پوځ کې ورګډ شوي وو شته، خو په پښتو خیرې نشي کولی، دا له اصله پښتانه وو، او تر څه وخته ورته هندي پښتانه ویل کېدل، اوس ترې د پښتنو نوم او پښتو ژبه هم تللې، یوازې هندي نوم ور پاتې دی.
په ۱۸۱۹م کې امیر شیرعلي خان په مزار شریف کې وفات شو، د افغانستان واک محمد یعقوب خان لاس ته ورغی، محمد یعقوب خان د پرنګي سره روغه وکړه چې کرمه ایجنسي، میچنۍ او پتین به له انګرېزه وي هغسې وشول، خو بیا هم انګرېز پر افغانستان یرغل وکړ.
په ۱۸۸۵م کې روسانو له افغانانو پنجده په دې خاطر ونیوله، چې سبا پر افغانستان برید ونکړي، پنجده افغانانو له روسانو بېرته ونیوله، روسانو افغانستان ته پلاوی را ولېږه چې تاسې د سبا ورځې د یرغل په خاطر پنجده ونیوله، که پنجده را پرېږدی، مونږ پر افغانستان د یرغل نه کولو لاسلیک در سره کوو، افغانانو یوځل بیا دا تاریخي تېروتنه وکړه، د لاسلیک برسېره روسانو په افغانستان یرغل وکړ.
که خبره د پښتو شي نو مونږ تر هر پښتون غوره په مسلمانه، مجاهده، پښتو مین ګڼو، او په همدې مجاهده پښتو مو تل سرونه ورکړي خو د دې مظاهرو او غیر اعلان شوي خوځښت څخه نور مقاصد تر شا شته، چې بیا هم پښتنو او په ټوله کې افغانانو ته یې تاوان رسیږي.
مونږ افغانان تل د دښمنانو د تبلیغاتو د اثر لاندې راغلي یو، د همدردی او دوستۍ په نامه مو هر څه د لاسه ور کړي دي.
دښمنانو د دوستۍ په جامه کې دښمني راسره کړي او په راز راز طریقو یې ځپلي یو، چې اکثر دښمني پر مونږ د پښتني غیرت په تبلیغاتو کې کامیاب شوي او د پښتني غیرت په نامه یې زمونږ څخه غیرت لوټلی دی.
په ۱۹مه پېړۍ کې په افغانستان کې د وسلو جوړولو خپله فابریکه وه له انګریزي وسلو غوره وسلې ټوپک، توري او قلابې پکې جوړې دې، انګرېز د کارخانې خلاف تبلیغات پیل کړل، ځکه چې په دې کارخانو کې ټول پښتانه وو، تر څو د دې پښتنو د هنر مخه ونیول شي، دا خبره یې تبلیغ کړه چې کوم کسان په کارخانه کې د وسلو د جوړولو کار کوي هغه اصیل پښتانه نه دي، کم اصله دي، پښتنو کارخانه شاړه او بیا د انګرېز او نورو هېوادونو وسلو ته افغانستان اړ شو.
اوس چې افغانستان د دریاب په منځ ډوب دی، افغانان په تذکره کې افغاني هویت پورې نښتي دي او په دې نامه چې افغانیت مو له منځه وړل کیږي، د بل په اشاره پښتانه د غیر پښتنو سره په جګړه بوخت دي، مظاهرې کیږي او یوه غیر اعلان شوي قومي جګړه روانه ده.
زه وایم افغانستان دې ځان د دریاب له اشغاله خلاص کړي، بیا په خپله د هویت خاوندان دي، چې هېواد اشغال وي هویت نشته، افغانان باید لومړی خپل هېواد له اشغاله خلاص کړي، بیا دې په تذکره کې د هویت په مسئله سره بحث وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close