په افغانستان کې خارجي ماډل نه چليږې! هغه که ځواکونه وي اويا فتوى!!!

ليکوال: محمدامين الکوزی

الحمد لله والصلوة على رسول الله
امابعد!
قال تبارک وتعالى (ولاتهنوا فى ابتغاء القوم)

داخبره بايد ټول ذهن نشين کړو چې د کوم وخت نه افغانستان ته اسلام راغلی (دحضرت عثمان رض دور کې)
د همدغه دور نه افغانان صرف په يوه صفت کى تر ټولو قومونو وړاندې وتلي چى هغه اسلام دوستي او دين ته په هرڅه وړاندى والی دی!
افغانان دين ته په پلار، مور ، ورور ،ملګرې، او حتى پخپلې ټولنې ترجيح ورکوی چې دا دقران او احاديثو عملي تشريح او داسلامې دائري غوښتنه ده!
افغانانو په دينې ميدان کې داسې زرين ستورې زيږولي چې هم مثل يې پخپلو معاصرو کې هم نه دی پيدا شوی وروستې خو يي له تصوره هم قاصر دي!
دافغانانو زليدل په ديني تاريخ کى له عظيم محدث او تابعي امام نافع کابلي رح(چى دعبدالله بن عمر رض غلام اوشاګرد وو) نه شروع شوى او يويشتمه پيړۍ راغله خو دا سپيڅلی او سرلوړی کاروان لا تر او تازه او تاريخ ته زرغون او نه هيريدونکى شخصيتونه ورسپاري!
له امام نافع رح وروسته افغانانو د دين او علم ميدان ته امام قتيبه بن سعيد البغلانې را وړاندې کړ چى دامام بخارى او امام مسلم استاذ او دواړو ترينه څه دپاسه شپږ سوه روايات نقل کړې!
همدا راز يي دبلخ اوسيدونکئ امام مکى بن ابراهيم تاريخ ته سپارلی چې دامام ابوحنيفة رح او امام مالک بن انس رح شاګرد او دامام بخارى له هغو استاذانو څخه دی چي دده په احاديثو امام بخارى په نورو محدثينو خپل کتاب اچت ګڼي

(امام بخارى پخپل کتاب کى درويشت ثلاثيات راوړې چى دا تر ټولو اچت او قوې سند دي خو ديارلس ثلاثيات يي پکې له همدي مکي بن ابراهيم بلخي څخه روايت کړي)

همدا راز يې په دريمه پيړۍ کى امام ابوداوود السجستانې پيدا کړی چى کتاب يي د مشهورو صحاح سته و په ليسټ کى شميرل کيږي!
دغه رنګ په څلورمه پيړۍ کې يي تاريخ ته دهلمند اوسيدونکئ اوستر محدث ابن حبان بستي هلمندی (چې د صحيح ابن حبان مصنف دئ) ورسپارلی!
دغسى داسماءالرجال ماهرين چى منجمله يي امام امحمد الخطابې هلمندى او دادبو ماهرين لکه بديع الزمان همدانې او دعلم النحو ماهرين لکه عبدالرحمن جامى او داحاديث محققين لکه ملاعلې قارى او داسى نور چى د وخت ستر لارښودونکې وو
همدغه رنګ يي په جهادې ميدان کى داسى داسى نابغه څيرې رامنځ ته کړى چى تاريخ ورته په ډير زرغون باب کي ځائ ورکړئ!
د دريم بت شکن سلطان محمود بن سبګتګين رح نه راواخله تر معاصر او څلورم بت شکن او په افغاني خاوره نوی تاريخ جوړونکی او د افغانانو او په خاصه توګه دعربې نړۍ محسن ملاعمر رحمه الله رحمة واسعة پوري داسى عملي مبارزين يي تاريخ ته ورسپارلى چى د دنيا اقوام ورته ګوته په خوله او پخپل قوم او ملت کې يي د وجود ارزومند دې او شايد چى لا وى به!
ددى ليکلو خلاصه مى داده چى افغانان دين سره نابلد او يا په دين ناپوهه خلک نه دى بلکه تر نورو ډير پرې پوه او ورته مخلص مسلمانان دې! چې داسې ده نو بيا به ولې خارجي فتواو ته محتاج او په خارجيانو به دومره اعتماد ولرى چى حتى خپله فريضه به ورته ترک کړى!
نه دا خام خيالي ده او دافغان غيرتي ولس له طبيعته يي ناخبري ګڼم!
ننى عربې نړي بايد پدي پوهه شى چې په تير څلويښت کلن جهاد کى افغانانو د هغه مخلصو مجاهدينو عربانو چى د الله د دين لپاره يي يقينا دقدر وړ قرباني ورکړى وې هم رهبرى يي همدې افغانانو کوله! نو بيا دغه عربي نړۍ چي دکافرو په تملق او چاپلوسى کي تر هرچا اول نمره ثابت دى څنګ کولی شي چې دافغانانو دمستقبل فيصلې وکړي!
او ددوى دغى سپيڅلي مبارزې ته چې کاميابي يي تقريبا يو قدم لري او د سختى او تکليفونو سمندر نه په اوښتو غاړي ته په رسيدو دې د پای ټکی کيږدي او دبل چا ليکلی شوي فتوي صادرى کړي او دافغانانو دفولاد نه کلک عزم پري متزلزل کړي هرګز داسې نه ده!

خپل ايمان او وجدان مي راته دا تسلي راکوې چي دالله تعالى تکويني حکم بس دادی چې د وخت عظيم کفري سلطنت په همدي يو څو خړوپړو طالبانو تس نس کوي
او شى به انشاءالله!

(چى ليکنه اوږده نشى څو اياتونه او احاديث مبارکه راسره په همدي موضوع شته په بله ليکنه کې ان شاءالله)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close