په افغانستان کي د امریکايي جنرالانو پر سرسام آوره تغییر او تبدیل باندي یوه تبصره

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۹۱)

په افغانستان کي د امریکايي جنرالانو پر سرسام آوره تغییر او تبدیل باندي یوه تبصره:

په افغانستان کي د امریکايي قومندانانو بدلېدل په داسي چټکۍ سره کېږي چي تعقیب او حساب ئې ګران دئ. د امریکايي جنرالانو د تغییر او تبدیل د دې ګړندي رېټ یو بنیادي علت د افغانستان لپاره د امریکا د عمومي ستراتیژۍ ډیوالیتوب دئ، او د امریکايي اشغال مکمله ناکامي ښيي. بل اصلي سبب ئې دا دئ چي په افغانستان کي د امریکا پالیسي جنرالانو برمته کړې ده، او امریکايي دپلوماتان ئې یو شرمناکه شاتګ ته مجبوره کړي دي. د امریکايي جنرالانو دا چابک تګ راتګ د افغانستان پر عمومي اوضاع باندي نهایت منفي اغېزه ښندلې ده. ځکه هیڅوک مسولیت نه مني، او هر جنرال کوښښ کوي چي د پخواني امریکايي جنرال ټول کارونه محوه کړي، او په اصطلاح پر تاریخ باندي خپله مارکه ووهي. خو د دې غیر منطقي تغییر او تبدیل نتیجه دا سوې ده چي متحده ایالات په افغانستان کي پرته له ماتي او فضیحت څخه بل څه لاسته را نه وړي. لنډه دا چي امریکا مجبوره او مکلفه ده چي یا یوې با وقاره سیاسي مصالحې ته غاړه کښېږدي، او یا لکه ویتنام له افغانستانه فرار وکړي.

د امریکايي‌ قواوو نوی قومندان جنرال اسټین سکاټ مېلر په داسي‌ وخت کي وظیفه تر لاسه کوي چي د کابل په ګوډاګي حاکمانو کي د انارشي او بې وفايي وبا ګډه سوې ده. د اشرف غني ټیم دړي وړي سوی دئ، او د آینده انتخاباتو لپاره د متحده ایالاتو په حمایت د وارلاډانو، قاچاقبرانو، او سیاسي مافیا څو نامشروع ایتلافونه تشکیل سوي دي. بلخوا، په نظامي ساحه کي طالبانو حیرانونکی پرمختګ کړی دئ، او د غزني سقوط د ارګ او واشنګټن بې کفایتي ښه رسوا کړه. جنرال مېلر به نهم امریکايي جنرال وي چي‌ د افغانستان د جنګ قومنداني ترلاسه کوي. د هغه په باب هم، لکه د پخوانيو امریکايي جنرالانو په باره کي، مبالغه آمېزه خبري کېږي، خو مسلمه خبره دا ده چي پاي به ئې فقط ماته او فضیحت دئ.

جالبه خبره دا ده چي د جنرال نیکلسن د وداع او د جنرال مېلر د معرفي کولو په مراسمو کي، نیکلسن په پخپله آخري وینا کي‌ وویل، «د افغانستان د جنګ د ختمېدو وخت رارسېدلی دئ.» هغه دغه راز پر طالبانو ږغ وکړ،«د خپلو هیوادوالو وژل بس کړئ. د چا تقاضا مهمه ده؟ هغه خارجیان چي تاسي جنګ ته تشویقوي، او که ستاسي د وطنوالو چي تاسي سولي ته رابولي.»

جنرال نیکلسن پخپله وروستۍ وینا کي د پخوا په شان د جنګ د پرمختګ په اړه لاپي شاپي و نه وېشتې، بلکي هڅه ئې کوله چي د افغان د کشالې واقعې څېره او درد رابرسېره کړي. نیکلسن فقط څو ورځي مخکي د ټرمپ د سټرارتیژۍ د پرمختګ په اړه ډیر باټي ویشتلي وې. ویل کېږي چي له وخت راهیسي چي جنرال نیکلسن په افغانستان کي د امریکايي قواوو ټاپ قومندان سوی وو، هغه هیڅکله د جمهورریس ټرمپ سره نه وو کتلي.

په افغانستان کي د امریکا د پالیسۍ د نظامي کېدو په باره کي د متحده ایالاتو پخواني سفیر ښاغلي کارل ایکینبیري نیویارک ټایمز ته ویلي دي،«زموږ عسکر داوطلبانه دي او پخپله خوښه عسکري کوي. همدا مسله امریکایانو او د هغوی سیاستوالو ته اجازه ورکوي چي د افغانستان د جنګ په اړه بې تفاوته وي. موږ د افغانستان جنګ ته فقط پدې خاطر دوام ورکوو، ځکه چي موږ دلته یو.» سفیر ایکینبیري دغه راز ویلي دي چي د امریکا د فوج ځوان افسران د جهان په لیرو پرتو ملکونو کي د تروریزم پر ضد د دوامداره جنګونو په اړه شکمن او شکاک سوي دي. سفیر ایکینبیري نیویارک ټایمز ته ویلي دي،«په افغانستان کي، د سیاسي هدایت او دپلوماتیک لیډرشیپ په غیاب کي، امریکايي افسرانو همدا خلا ډکه کړې ده. هغوی یو داسي جنګ پر مخ وړي چي ټول ښه پوهېږي چي نظامي کامیابي نه لري. د همدې افسرانو ماموریت دا دئ چي باید جنګ مخته بوزي. دا پرمختګ خپله همدا افسران ټاکي او تعریفوي ئې. په جنګ کي‌ دا پرمختګ د یوې دوامداره سولي د تامینولو سره هیڅ تړاو نه لري، او نه هم د امریکايي قواوو د راایستلو لپاره کېږي.»

په پای کي، د امریکا د اوږدو او نه تمامیدونکو جنګونو یو سبب دا دئ چي عام امریکایان د نورو خلګو په دردونو باندي نه خبرېږي، او یا نه غواړي چي خبر سي. امریکا د جهان په ګوټ ګوټ‌ کي په جنګونو کي لتاړه ده، خو ډیره کمه فیصدي امریکایان پدې خبر دي چي د دوی ملک په بېشمارو خارجي جنګونو کي اخته دئ. همدا عمومي بېخبري امریکايي سیاستوالو او د امریکا جنګي ماشین ته د دې فرصت ورکړی دئ چي مدام په نویو جنګونو پسې ریسرج او پلټنه وکړي. د نویو تباه کونکو جنګونو لپاره نوي لاري چاري ولټوي، او په اصطلاح جنګ ته دهل ووهي.

ـــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close