’په افغانستان کي متحده ایالات باید د سولي مذاکراتو ته مخه کړي‘

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۱۵)

په افغانستان کي متحده ایالات باید د سولي مذاکراتو ته مخه کړي:

ښاغلی لي هامیلټن ۳۴ کاله د امریکا په ولسي جرګه کي وکیل وو، او هله د امریکا د ولسي جرګې د خارجه چارو د کمیټې ریس هم وو. لي هامیلټن د امریکا د خارجي پالیسیو ماهر دئ. هغه د سپټمبر پر ۲۳ په هیرلاډ ټایمز کي لیکي د افغانستان جنګ اوږد او قیمتي سوی دئ. که څه هم موږ په اول سر کي په افغانستان کي‌ کامیابه وو، خو وروسته موږ هلته د یوه دیموکراتیک نظام په جوړولو کي ناکامه سو.

اوس طالبان بیا غښتلي سوي دي. د مخدره موادو کښت اوج ته رسېدلی دئ. د غني حکومت وېشلی، بې نظمه، او فاسد دئ. موږ په افغانستان کي زیاتي پیسې پدې امید مصرف کړې چي ګوندي ښه نتیجه به ورکړي. مګر دا کار هیڅکله و نه سو. که څه هم په افغانستان کي زموږ تلفات کم دي، خو دا جنګ زموږ هغه منابع را ضایع کوي چي باید پر نورو مهمو خارجي پالیسیو باندي ولګېږي. زموږ میډیا ندرتا د افغانستان په باب څه وايي، او داسي ښکاري چي اکثرو امریکایانو د افغانستان جنګ هېر کړی دئ. دغه راز، د امریکا په کانګرس کي هم د افغان د لانجې په اړه کوم جدي بحث نسته. موږ په افغانستان کي نه جنګ ګټو،‌ او نه هم ترې راووځو. دا حالت په جهان کي‌ زموږ حیثیت ته صدمه رسوي. په نړۍ کي، د متحده ایالاتو صلاحیت، دبدبه، او ليډرشیپ راکمزورې کوي. او د محاصره سوي بېچاره افغان ملت کړاوونه لا زیاتوي.

ځیني سیاسي مبصرین عقیده لري چي موږ باید ځانونه د یوه دوامداره جنګ لپاره چمتو کړو، خو زه خپله د دې مفکورې مخالف یم. امریکا نباید په افغانستان کي د ابد لپاره پاته سي، بلکي د یوې سیاسي مصالحې لپاره قوي اراده وښيي. له نېکه مرغه تېره میاشت، د افغانستان په تیاره آسمان کي د امید یو څرک راښکاره سو، او هغه دا چي د رپوټونو پر اساس د امریکا دپلوماتانو له طالبانو سره مخامخ خبري شروع کړي دي. که څه هم د دې مذاکراتو په اړه جزییات بېخي کم دي، خو دې خبرو دا هیله راژوندۍ کړې ده چي ښايي دا بې پایانه او بې انجامه جنګ به د سیاسي روغي جوړي په نتیجه کي‌ ختم سي.

خو واقعیت دا دئ چي د افغانستان په مورد کي ډیري خبري لاینحل پاته دي. الان هیڅوک پدې نه پوهېږي چي څرنګه به افغانستان فیکس کړي. خو څرګنده خبره دا ده چي موږ باید د افغانستان سره خپل کومکونه جاري وساتو، لاکن موږ باید قطعا د فاسدو او بېکاره افغان چارواکو سره مرسته و نه کړو. موږ باید پر دې باندي تمرکزو وکړو چي څرنګه د افغانستان له باتلاقه ځان خلاص کړو. په نظامي ساحه کي، موږ باید خپل عسکر له لیرو پرتو سیمو څخه راوباسو، او یوازي د ښارونو د ساتلو غم وخورو. موږ باید دا هم ومنو چي طالبان به د افغانستان پرخي سیمي تر خپل کنټرول لاندي راولي.

موږ باید طالبانو ته اجازه ورکړو چي په افغان حکومت کي ونډه ولري. دغه راز، موږ باید په افغانستان کي د چین، پاکستان، روسیې، او ایران ګټي هم په پام کي ونیسو، او احترام ورته وکړو. جمهورریس اوباما زموږ سره وعده وکړه چي له افغانستانه به امریکايي قواووي راوباسي،‌ خو دا کار ئې و نه کړ. جمهورریس ټرمپ هم ژمنه وکړه چي امریکايي عسکر به راوباسي، خو نور اضافه عسکر ئې ورواستول.

واقعیت دا دئ چي د افغانستان کشاله نظامي حل نه لري، او اوس د دې وخت رارسېدلی دئ چي یو سیاسي حل ورته پیدا کړو. دا کار څه مشکل دئ،‌ خو موږ هرومرو باید دا ومنو چي زموږ طاقت نامحدود نه دئ.

US should push for political solution in Afghanistan

 ________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close