په افغانستان کې دناامینو په اړه اولسي  جرګې  بیا اوباما ته سوک په سترګو کیښود

دامریکا اولسمشر اوباما چې دکمپاین پرمهال امریکا يې اولس ته په افغانستان کې د تاواني جګړې د پای ته رسولو اوتر ۲۰۱۴ م کال پورې له افغانستانه دخپلو ځواکونو د ویستنې ژمنې وکړې  دافغانستان یو شمیر چارواکو چې دخپل ژوند بقا دامریکايې پوځيانو په حضورکې ویني سړي تبې ونیول او پدې اندیښنه کې شول چې که امریکايې پوځیان په افغانستان کې حضور ونلري په افغانستان کې يې دیوشمیر کمونستانو په څیر دپښې ایښودنې ځای ځان ته ندی پربښې .

اوباما دخپل اولس سره کړې ژمنه عملي  کړه او د ۲۰۱۴ م کال په پای کې يې زیات شمیر پوځونه له افغانستانه وایستل یو شمیر  امریکايې او دنامتو قوماندانانو دافغان پوځ په اړه نظر ورکړي  چې بهرینو  پوځونو تشه په ډکه کړي  چې افغان نظامي چارواکو خو دخپل پوځ په اړه دهیواد ساتنې ټټر وواهه خو چې په ولایاتو کې  دروان کال په دوران کې طالبانو یوشمیر ولسوالۍ او دکندز ښار ونیو ، دغزني زندان يې ړنګ کړ دافغاني چارواکو سره انديښنه زیاته شوه او دتیر په څير بیا پری سړه تبه راغله.

دروانې اونۍ په سرکې دامریکا یوسناتورجان مکین  په افغانستان کې دامریکا په پالسۍ نیوکه وکړه چې په افغانستان کې يې ییل کړې جګړه خمته نکړه او امریکا په افغانستان کې جګړه وبایلله چې دا په افغانستان کې دامریکا دپالیسي ناکامې ده اوپه لویه تیروتنه اوبا ما له افغانستانه خپل پوځونه راوستل.

دجان مکین دوینا وروسته چې امریکا به نوره په افغانستان کې پيل کړل شوې جګړه افغانانو ته پریږدي داولسي جرګي یوشمیر غړوسره اندیښنه زیاته شوه بیا يې په هیواد کې دمخ په زیاتیدونکي ناامنيو په اړه اوباما ته ژړا اوفریاد سوک پرسترګوکیښود؟

داولسي جرګي اداري پلاوي او دویم مرستیال داوباما څخه غوښتي چې نظامي لاس يې له سره لري نکړي ځکه په افغانستان کې دطالبانو پر لپسي  بریدونه او داولسوالیو نیول دتیرکال په پرتله زیات شویدي امریکا باید دافغانستان په اړه دخپلي پالیسي  باره کې نظر ثاني وکړي  او دومره نظامي ، سیاسي اواقتصادي مرسته وکړي  چې  دمخ په زیاتیدونکو تاامنیو مخه ونیسي.

داولسي جرګي غړو اویوشمیر نور لوړ رتبه  چارواکو ته  دروسيي  دولسمشر ولا دیمیرپوتین دې وینا  اندېښني زیاتې کړیدي چې داعش ډله زموږ دپاره  یولوی خطر دی ځکه دا ډله غواړي  منځني  اسیا پوري نظامي عملیات وغځوي .

 دافغانستان دچاروکارپوهان پدې نظر دي چې دافغانستان او امریکا ترمنځ په ستراتیژ یک  تړون کې دطالبانو او القاعده څخه ددفاع یادونه شویده په عمومي توګه دافغانستان دارضي  تمامیت څخه دفاع پکې نده ذکر شوې او اوس امریکا داعش ډله دافغانستان په شمول منځني  اسیا ته دننوتلو لپاره ، وسلواله کړیده اوباما ځکه نور له افغانستانه دخپلو پوځونو پښې  وایستلې که یوشمیر دنظرخاوندان افغان ولسي جرګي ته ډاډ ورکوي چې  دجان مکین وینا  په امریکا کې دجمهوریت غوښتونکو او دیمکراتانو داختلاف نتیجه ده د دوی ترمنځ به اختلافات وي خو اوباما په خپله پالیسۍ  کې ناکام دی ځکه خوافغان دولت   دهیواد دروانو نامنیو له امله روسيي ته لاس وراوږد کړ جنرال دوستم يې دیوه پلاوی په  مشری ورولیږه ترڅو په افغانستان کې دامریکايي پوځونو دستنیدا وروسته دداعش او نوروجګړو مخه پري ونیول شی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close