په افغانستان کې د اصطلاحاتو او محاوراتو جګړه!

ژباړن: ابن مبارک احمدزی

د اسلام، جهاد او مجاهدینو پر وړاندې د تبلیغاتي جګړې لپاره د امریکا او د مزدوانو پانګونه یې خورا زیانه ده. هغه اندازه لګښتونه چې په نظامي برخه کې مصرفېږي د تبلیغاتي برخې په پرتله ډېر لږ دي. یانې د امریکا تبلیغاتي جنګ د نظامي هغه په پرتله ډېر مصارف لري.

هغوی د رسنیزو تبلیغاتو، له تلویزیوني او راډيويي سحر څخه په استفادې وکولای شول چې د ډېرو خلکو فکرونه او ذهنونه واړوي. د همدغو تبلیغاتو زور دی چې نن داخلي عسکر د صلیبي اشغالګرو لپاره سپر ګرځېدلی او د هغوی د سترګو حیثیت یې غوره کړی دی. په جنګې برخه کې د هغوی مټ ګرځېدلی او په تبلیغاتي برخه کې د اشغالګرو د فعالیتونو د پټولو په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی.

لویدیزې نړۍ د امریکا په مشرۍ زموږ ګران هېواد اشغال کړی دی. خو په ټولو کنوانسیونونو او کنفرانسونو کې دغه ناروا او ظالم اشغال ته د بشر د حقوقو د فاع نوم ورکوي.مظلوم او بې دفاع خلک؛ که ماشومان وي که بوډاګان یا ښځې هغه بمباروي او خپل دغه عمل ته بیا د دموکراسۍ د بنسټونو د پیاوړي کولو پروسه او له تروریزم سره د مبارزې نوم او شعار ورکوی.

په بګرام کې یې قران ته اور واچاوه،په پروان کې یې زموږ د کلمې شریفې توهین او سپکاوی وکړ. د ډېرو نورو مقدسانو سپکاوی یې کړی او لا یې کوي خو نوم بیا د بیان د ازداۍ پرې ږدي! زموږ سرې کرښې رانړوي خو بیا وايي چې موږ د تفکر او نظر د اظهار حق لرو.په دموکراسۍ کې د بیان آزادي ډېر ارزښت لري.

که مجاهدین او د اسلام زامن له خپل ناموس، ځان، هېواد او عزت څخه دفاع وکړي هغوی ته د ارهابي یا دهشتګر نوم ورکوي او فعل یې د «ترور» په نامه یادوي.او دا شجاعانه کردار یې په وحشیتوب تعبیروي.

مجاهد ته ترهګر او وېره اچوونکی وايي او خائن ته د مجاهد او مخور نوم ورکوي او په خلکو یې مني.

جالبه ده! هغوی تېری کړی او زموږ هېواد یې اشغال کړی،اوس هغوی د مدافعینو درواغجن لباس په ځان کړی دی.لېوان دي خو د پسونو څرمن یې اغوستې.چورګران او غله دي خو د مظلومانو او ځورېدلیو په ډله کې یې ځان شمېرلی دی.

اشغالګرو امریکایانو د رسنیز ځواک او ميډيايي سحر څخه په استفادې،افغانو عسکرو او پوځيانو ته داسې شیطاني لومې ایښې او داسې یې په دامونو کې راګیر کړي دي چې ان هغوی یې د خپلو عقایدو د ابجدیاتو،بدیهیاتو او لومړیتوبونو څخه ناخبره کړي او لرې ساتلي دي.د اسلامي فقهې او اسلامي عقیدې ابتدايي مسایل یې هم له ذهنونو وتلي دي.

د «ولاء او براء» عقیده چې د اسلام د سپېڅلې دین له مستحکمو بنسټونو څخه ګاڼه شي د افغان عسکرو او پوځيانو لپاره بې مانا شی دی.او هېڅ ارزښت ورته نه لري.هغوی د کفارو په لاس کې خپل لاس ایښې او په خپل ټول توان او ځواک سره د الهي دین مقابلې ته رواتلي دي.له اسلامي شریعت سره یې مبارزه په لومړیتوبونو کې راځي.

خو دا د الله تعالی وعده ده چې باطل به د حق د څپو پر وړاندې ټينګ نه شي.که څه هم له باطل سره ډېر امکانات او دنیايي وسایل وي.که هرڅومره جواسیس ډېر شي.ځمکه او فضا له جاسوسي وسایلو او پر مختللو ټکنالوژیو ډک شي بیا هم د حق پر وړاندې ماتېدل یې د تاریخ عادت دی.باطل به د حق پر وړاندې داسې په ګونډو کېږي لکه څنګه چې یې په قران کې وړاندوینه شوې ده. « وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا»

نړیوالې او سیمه ییزې رسنۍ ۲۴ ساعته فعالیت کوي.د دوی ټول فوکس او تمرکز د جهاد او مجاهدینو د صف په انشعاب او ماتولو باندې دی.د دې کار لپاره ځانګړې بودیجه لري او د یادې پروسې د پرمختیا لپاره مشاورین او ډونران لري.خو الحمد لله هېڅ داسې څوک موږ نه وینو چې د رحمان له صف څخه د دغو تبلیغاتو په وجې را جلا شي او د شیطان په صف ور ګډ شي.د دغو تبلیغاتو په مقایل کې د اسلامي امارت د مجاهدینو تبلیغات که څه هم خورا محدود او لږ دي؛ خو فوق العاده اغېزمن او مؤثر دي.موږ وینو چې هره میاشت په اوسط ډؤل ۲۰۰ – ۳۰۰ پورې د کابل د ادارې دوکه شوي عسکر د همدې تبلیغاتو او دعوتونو په نتیجه کې خپله اشتباه مني او د اشغال له صف څخه راوځي د عزت ژوند غوره کوي چې دا یې تر ټولو لویه او بارزه نمونه او لاسته راوړنه بللی شو.دوی په خپلو کړنو پښېمانېږي او توبه باسي،بېرته د خپل ملت غېږې ته راځي او د باطل پر وړاندې صف نیسي.

اې!  د دغې خبرې راز په څه کې نغښتی دی؟

راځئ چې ځواب یې له هرقل څخه واورو:

هغه مهال چې ابوسفیان رضی الله عنه له اسلام څخه د مخه،د هرقل دربار ته ولاړ،هرقل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه ډېرې پوښتنې ترې وکړې. له هغو پوښتنو څخه ځينې داسې وې؛ آیا له مسلمانانو څخه څوک مرتد شوي دي؟ ابوسفیان ورته وویل چې: نه. هرقل چې دا منفي ځواب واورېد نو لامل یې دا وګڼه: « وکذلک الایمان حین تخالط بشاشته القلوب» مانا دا چې د ایمان خاصیت او ځانګړنه دا ده چې کله هم د زړه تل او عمق  ته ورسېږي بیا ترې نه جلا کېږی.

د کابل ادارې عسکر د ۱۵۰۰۰ افغانیو یا په ټوله کې د دنیايي امتیازاتو او مادیاتو لپاره د اشغالګرو صف ته ور د ننه شوي دي.او د تش د حقیقت د نور په لېدو سره یې د زړونو تیارې ټولې رڼا کېږی؛ خو د اسلامی امارت مجاهدین په داسې حال کې پرمختګ کوي چې رڼاګانو له هر لوري راچاپېر کړي دي. او د الله تعالی د کلام مصداق ګرځېدلي دي چې وايي: « يَسْعَىٰ نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ »

آیا دا ممکنه ده چې یو کس دې رڼا او روښنايي پرېږدي او د ظلمت او تیارو تل ته ځان ورسوي؟!

والله غالب علی أمره ولكن أكثر الناس لا يعلمون

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close