په افغانستان کې د اوربل پلان او د اوربند هڅې

تبصره

امريکا د نورې اسلامي نړۍ په څير په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې يا اوربل پلان ترلاس لاندې نيولى دى، چې د فلسطين د مسلمانانو وروسته افغانستان دويم اسلامي هيواد دی، چې د امريکا او اسرائيلو د جګړه ييز پلان له مخې په اسلامي هيوادونو کې اوربل دى.

اروپايي هيوادونه چې اکثريت یې د اسلام خلاف دي دا نه شي زغملای چې د نړۍ پر مخ دې مسلمانان هم ژوند ولري، ځکه خو لومړی یې د فلسطين پرخاوره د مسلمانانو پرخلاف په جګړه يا په اوربل لاس پورې کړ.

اروپايي ټولنه، امريکا او اسرائيل د اسلام تاريخي دښمنان دي چې لومړى یې د مسلمانانو لومړۍ قبله ونيوله او د مسلمانانو سره یې دښمني پيل کړه، او تر نن ورځې پورې چې په اسلامي هيوادونو کې د جګړې کوم اوربل دى دا د امريکا او اسرائيلو د پلان يوه برخه ده.

په فلسطين کې ٢٥٠٠کاله دمخه فلسطنيان ميشت وو، د روم د امپراتورۍ وروسته تر٧مې پيړۍ پورې اسرائيلو د بيت المقدس د نيولو جرئت نه شو کولای، ځکه چې په فلسطين کې لومړی د سترمذهب خاوندان فسلطنيان، دويم عيسايان او دريم يهوديان وو، چې د ١٠٩٩وروسته عيسايانو او او يهوديانو د فلسطينيانو پر خلاف لاسونه سره يوکړل.

په ١٩٨٥ميلادي کال چې روسانو پر پنجده بريد وکړ، افغانان یې مقابل ته ودريدل، روسانو د افغانستان سرحدونه په رسميت سره تسليم کړل. امريکا او اسرائيلو سره د افغانانو د غښتلتيا انديښنه نوره هم زياته شوه، چې بلآخره امريکا په ١٩٥٣ميلادي کال پر افغانانو سره د شوې موافقې وسلې بندې کړې، افغانانو سره د امريکا او اسرائيلو دښمني له همدې کاله پيل شوه، دواړو دښمنو هيوادونو په افغانستان کې د اوربل ياجګړې پلان جوړ کړ چې تر نن ورځې پورې دا دی په هيواد کې جګړې روانې دي.

له افغانستان علاوه په عراق، آزربايجان، چيچنيا، يمن، سوريه او نورو هيوادونو کې د مسلمانانو پرخلاف جګړې پيل شوي دي او چې په کوم هيواد کې د اوربند څرک پيداشي د امريکا او اسرائيلو په مشرۍ اروپايي ټولنه یې مخالفت پيل کړي.

په ١٩٧٨ميلادي کال چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، د پاکستان او ايران په گډون يو شمير هيوادونو افغانانو ته د اسلامي خواخوږۍ په خاطر پناه ورکړه او همدردي یې ورسره وښوده؛ د نړيوالو رسنيو د معلوماتو له مخې په هيواد کې د سولې په اړه د اوربند يو څرک پيداشوی دى، چې اوس یو ځل بیا امريکا غواړي په افغانستان کې داوربند مخه ونيسي، يوشمير رسنيو ويلي په غير مستقيمه توګه د طالب مشرانو سره ناستې شوي دي او امکان شته چې  د خبرو د لارې د اوربند زمينه بربره شي، که دامعلومات رښتياوي او دا چانس افغانانو له لاسه ورکړ بيا به  په کلونو کلونو په افغانستان کې اوربل وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close