په افغانستان کې د هر څاڅکي وینې او قتل مسئول احمد شاه مسعود دی

کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴
تبصره
د افغانستان د روانو حالاتو څارونکي او شنونکي همېشه د هرې فاجعې مسئولین کمونستان بولي، خو یو شمېر د اقتدار تمه لرونکي جهادي مشران هم په افغانستان کې د هرې تباهۍ او وېجاړونې د مسئولیت څخه ځانونه نشي ژغورلی، هغه په دې دلیل چې کله کمونستي نظام نسکور شو، نو یو شمېر د اقتدار په نشه مستو جهادي مشرانو د افغانستان په ورانولو او د عوامو به شهادت رسولو کې خپل اقتدار لیدو، که څه هم دا ارمان یې پوره نشو، خو هر څه یې وکړل.
تر زیاته حده د دې نظر سره ملتیا شته خو ورسره دا یادونه هم اړینه ده چې ځینې د نورو په نشتوالي کې شتون لټوي او ځینې د هېواد، ایمان، اسلامي عقایدو او ولس په سودا اقتدار ترلاسه کول غواړي چې احمدشاه مسعود د دې وروستی جملې په لیکلو له هر څه نه په خپل اقتدار خوښ وو.
روسانو چې په افغانستا برید کاوو به هغه وخت کې هم د احمد شاه مسعود د لاس لرلو شواهد شته چې وروسته د روسانو سره پر پنجشیر د بریدونو نه کولو په صورت کې څرګند شول.
روسانو چې په افغانستان کې کامیابي ناشونې ولیده، د ګربجوف سره احمد شاه مسعود موافقه کړې وه چې د کمونست واکمنو سره د واک په شراکت به له افغانستانه وځي، خو به ۱۹۷۹ سپټمبر میاشت کې د ضیاءالحق او نور محمد ترکی د لیدنې او موافقې له مخې چې په هوانا کې یې کړې وه، یوازې احمدشاه مسعود په واک کې پاتې کېدل و نشول.
نور محمد ترکی له ضیاءالحق غوښتي وو چې جهادي مشران دې پخلا کړي، حکومت ورسره شریکوم او له جنګه به لاس اخلي، ضیاءالحق د ټولو جهادي مشرانو خبره کړې وه.
احمد شاه مسعود هیڅ وخت له ځانه بل څوک د افغانستان واکمن نشوای منلی، همدا لامل وو چې ورته خوب حکمتیار هم لیدلی، او جنرال ضیاءالحق د حکمتیار سره هم په دې اړه خبرې کړې وې، ځکه خو په کابل کې د اعجازالحق او سعودي پلاوي په حضور کې د روغې جوړې وروسته په کابل کې د مسعود او حکمتیار جګړې پیل شوې.
احمد شاه مسعود چې په ۱۹۹۱م د نومبر په میاشت کې روسیې ته د استاذ رباني په مشرۍ کوم پلاوی لېږلی وو سره لدې چې سفر یې کامیاب اعلان نشو خو روسانو د احمد شاه مسعود سره په افغانستان کې د کمونستي نظام له نسکورېدو وروسته د واک وعده کړې وه، چې ملګرو ملتونو کې به مسعود ته د واک ورکولو په شرط ټول عسکر له افغانستانه باسي.
احمدشاه مسعود چې بې له ځانه یې د بل جهادي ګوند په واک کې ګډون نه منلوو، د اسلامي امارت په وړاندې یې هم د روسانو په ډاډ تر واکه رسېدو پورې جګړې ته دوام ورکړ، د اسلامي امارت مجاهدینو ته چې کومې ستونزې را ولاړې شوې او په ۱۹۹۷ کې د لیلې په دښته کې ۲۵۰۰ تنه د اسلامي تحریک مجاهدین شهیدان شول، د دې پېښې سرچینه هم د طالبانو سره احمد شاه مسعود د اختلاف نتیجه وه، چې جنرال مالک یې د دوستم سره له اختلاف وروسته د اسلامي امارت په مقابله کې مقاومت ته وهڅاوو.
احمد شاه مسعود د مرګ تر وروستی سلګۍ پورې د طالبانو سره له جګړې لاس وا نه خېست، یعنې د اسلامي نظام په مقابل کې یې ډیرې ستونزې را ولاړې کړې چې همدې ستونزو د امریکا یرغل ته زمینه برابره کړه، که احمد شاه مسعود په افغانستان کې د خپلواک اسلامي نظام د نفاذ غوښتونکی وای، نو د ده د اختلافاتو او جګړو په نتیجه کې به افغان ولس تر نن ورځې پورې د جګړې په لمبو کې نه سوځېدو.
اوس چې په افغانستان کې د هر افغان وینه توییږي، د هر څاڅکي او د هر افغان د وژنې مسئول احمدشاه مسعود دی.
مونږ دا منو چې په افغانستان کې د روسانو یرغل او افغان وژنې زمینه کمونستانو برابره کړې ده خو د روسانو له ولکو او کمونستي نظام له نسکورېدو وروسته احمد شاه مسعود د ټولو بدو کړنو مسئولیت په غاړه له ځانه سره یووړ.
افغان مجاهد ولس د روسانو او روسي غلامانو کمونستانو سره د اسلام د مقدس دین او نظر د اختلاف په نتیجه کې مبارزه کوله، خو احمد شاه مسعود بیا د اسلام تر پردې لاندې د روسانو او کمونستانو سره د امپریالیستي نظر له مخې په یو شمېر مسایلو کې د اختلاف پر ځای د نظر یووالی درلودو او دا یې ښکاره ثبوت دی چې روسانو او کمونستانو په ټول افغانستان کې پر مجاهدینو او مجاهد ولس بې رحمه بمبارۍ وکړې اما پنجشیر همغسې پنجشیر پاتې وو.
احمد شاه مسعود د افغانستان د لرغوني تاریخ پر خلاف یوازې د خپل او خپلو ملګرو د نظر په تأیید کړنې کولې حال دا چې احمدشاه بابا د نهه کسیزې شورا د پرېکړې له مخې لاهور او ډیلي نیولی وو.
دا دی په افغانستان کې د امریکا جګړه پنځلس کلنه کیږي، د ۲۰۱۵ کال په دوران کې د اګست د میاشتې پورې امریکا په افغانستان کې ۱۳۱ بې پيلوټه بریدونه کړي دي، او هم امریکایي هوايي الوتکو د اسلامي امارت ځمکني مقاومت نه لرلو په مقابل کې په هوایي بمباریو کې زرګونه افغانان ووژل شول، د دې ټولو مسئولیت د احمدشاه مسعود په غاړه دی.
په افغانستان کې افغان پادشاهانو په خپله مېړانه او افغان ولس په یووالي حکومتونه کړي دي چې په ۱۷۲۹ کې انګرېزان، روسان، ترګان او صفویان د افغانانو د شهامت او مقاومت تاریخ اوس هم په یاد لري.
د احمد شاه مسعود کړنې نه یوازې دا چې د افغان د لرغونی تاریخ پر خلاف وې، بلکې په ټولو مواردو کې یې د اسلام سره هم ټکر درلود، چې د مقدس جهاد او شهادتونو په نتیجه کې یې د بل جهادي ګوند جهاد او شهادتونو ته درناوی نه درلود، چې په نتیجه کې تر نن ورځې پورې را روانه بدبختي د احمدشاه مسعود د کړنو نتیجه ده.علیه من الله ما یستحقه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close