په افغانستان کې د هلیکوپترو د غورځیدو ټوغکی ګډ شوی

آصف الله آصفی
د یو څه مودې راهیسې طالبان په دې توانیدلی چی په پرلپسې توګه د غلیم هلیکوپترې رانسکورې کړي، چې دې کار د کابل رژیم او باداران یې وارخطا کړي، خو د دې لپاره چې د عامه خلکو اذهان مغشوش کړي، د طالبانو په لاس د هلیکوپترو له رانسکوریدو نه انکار کوي او په ښکرورو درواغو ویلو سره وایې چې هلیکوپتر طالبانو ندی ویشتی، کله وایې تخنیکی عوارض یې درلودل، کله وایی له غره سره ټکر شوه، کله وایې چې عارضي ناسته یې وکړه، اوس حیران دې چې له دې وروسته کومه بهانه او څه ډول درواغ جوړ کړي څو ملت ته یې مزید اعتبار خراب نشي.
خو دوی په دې پوه نه دی چې ملت له لومړۍ ورځې د دوی پر ښکرورو درواغو خبر دي، څه موده وړاندې یو سپین ږیری قومي مشر یو پیتاوی ته ناست و، او ورسره ناستو نورو مشرانو ته یې ویل چې زه اوس حیران دې ته یم چې دا هلیکوپترې طالبان ولي او که د چرګانو په څیر ټوغکی پرې ګډ شوی دی، ځکه دا خو امکان نه لري چې هره اونۍ دې یوه هلیکوپتر غورځیږي، او لامل دې یې یا تخنیکی عوارض، یا له غره سره ټکر او یا هم بیړنۍ ناسته وګڼل شي، دا خو هیڅ منطق والله که ومني، نو خلک به یې څه ومني، سپین روبي بابا زیاته کړه چې د حکومت نور خبرونه هم چې لولو، ګورو او یا اورو زیاتره یې یا پاخه درواغ او یا د ځان په ګټه له افراط او تفریطه ډک وي، چې وپلټل شي حقیقت نه لري، خو برعکس چې د طالبانو هر خبر تعقیب کړای شي، په مکمل ډول رښتیا وي، نو ځکه د دې لپاره چې څوک راباندې د طالب ټاپه ونه وهي نه به وایو چې هلیکوپترې طالبانو ویشتي، سره له دې چې دا مکمل حقیقت دی چی هر هلیکوپتر چې غورځیدلی نو مونږ د همغې سیمې له قومي مشرانو نه اطلاع ترلاسه کړې، هغوی په ټینګه تایید کړې چې هلیکوپتر رښتیا هم طالبانو ویشتې، نو ځکه نور مجبور یو چې د هلیکوپترو غورځیدو ته ووایو چې په افغانستان کې د هلیکوپتر ټوغکی مرض ګډ شوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close