په افغانستان کې له ۲۵زرو ډېر دولتي پوستونه خالي دي، خو ځوانان اوس هم له بې کارۍ شکایت کوي

کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو عمومي مشر احمد مسعود توخي ویلي دي، چې له ۲۵ زرو ډېر دولتي پوستونه خالي دي.

احمد مسعود توخي چې د بې کارۍ د کچې د لوړېدو په پلمه ولسي جرګې ته د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره غوښتل شوی وو، د پوښتنو د ځوابولو پر مهال وویل، یوازې د پوهنې وزارت ۱۳ زره پوستونه تش دي.

ده وویل، چې له ۲۵ زرو ډېر دولتي پوستونه په ۵۱ ادارو کې تش دي.

ده همدا راز وویل، چې په تشو پوستونو کې د ولایتي ښاروالیو ډېری پوستونه شامل دي، خو دی وایي، چې د ولایتونو ښاروالۍ پوستونه نه دي خالي.

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه آن دومره ډېره شوې ده، چې سواد کسان هم له بې کاریو شکایت کوي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې دا مهال د بې کارۍ کچه ۴۰ سلنه ښودل شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریا خېل هم ولسي جرګې ته ورغوښتل شوې وه.

نوموړې وویل، چې په هېواد کې د بې روزګاره کسانو کره شمېره نه ده مالومه.

آغلې اوریا خېل د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه، چې له سکتوري وزارتونو سره د همغږۍ له لارې به د کار موندنې پروګرام پیل کړي.

د هېواد د سیاسي چارو کارپوهانو له نظره چې په افغانستان کې دا مهال د بې کارۍ کچه ۸۲سلنه ده، چې ۴۰ سلنه یې د غوره ژوند برابرولو لپاره اروپایي هېوادونو ته لېواله دي.

د یادولو ده، چې د افغانستان ځوانان دا مهال د نورو وختونو په پرتله دوه چنده له سیاسي وضعیت، نا امنیو او د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close