په افغانستان کې څومره بهرني ځواکونه ديره دي؟ د جګړې ماموريت يې ختم کړی که؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل —- د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر اعلان کړ خو ايا رښتيا هم همدومره امريکايان او ناټو ځواکونه په افغانستان کې ميشت او د جګړې ماموريت يې ختم کړي که لا هم په جګړو کې برخه لري.

دا دوه هغه پوښتنې دي، چې ډيری رسنۍ يې په خپلو راپورونو کې ګونګې تېروي او هيڅکله يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون او د هغوی د جنګي ماموريت په اړه پلټنې او يا راپورونه نه دي ورکړي.

که څه هم ناټو په ۲۰۱۴م کال کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې يې خپل جګړه يېز ماموريت ختم کړی او د غوڅ ملاتړ تر نامه لاندې به د افغان ځواکونو روزنې، د تجهيز، هغوی ته د مشورو او لارښوونو لپاره پاتې وي.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ د ۱۳۹۶د لړم په شپاړلسمه وويل، چې په افغانستان کې به د خپلو سرتيرو شمېر له ديارلس زرو څخه شپالس زرو ته لوړ کړي.

دغه راز د امريکا دفاع وزارت پنټاګان تازه په يوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې پنځلس زره دوه سوه اته نوي امریکايي پوځيان ديره دي.

د امريکا او ناټو د رسمي شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۳۱ زره ۲سوه اته نوي ګډ بهرني پوځيان ديره دي.

خو د پوځي شنونکو په باور په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو د رسمي اعلان کړيو شمېرو څو چنده زيات بهرنيان او د هغوی کورنۍ ميشت دي.

پوځي شنونکی جمال خېرخوا وايي، دقيقه شمېره يې نه په ډاګه کېږي خو د اټکل له مخې ويلی شم چې اوس مهال له څلوېښت زرو هم زيات بهرني پوځيان او د هغوی کورنۍ په هېواد کې ديره دي.

که څه هم ناټو او امريکايي ځواکونه وايي، چې دوی يواځې د افغان ځواکونو د روزنې، د هغوی د تجهيز او سلا مشورو لپاره په افغانستان کې پاتې دي خو د شنونکو په باور بهرنيان عملاً په مخامخ جګړو، هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې برخه لري او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د خېرخوا په خبره، څو مياشتې مخکې د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل چې دغې ولايت ته شاوخوا يونيم سل بهرني پوځيان له وسله والو سره د جګړې لپاره ورغلي، دغه راز په مارچ مياشت کې د فارياب ولايت امنيتي مسئولينو د شپيتو تنو بهرنيو پوځيانو دغې ولايت ته د ورستنېدو راپور ورکړ چې په مخامخ جګړو او هوايي بريدونو کې به له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

همدارنګه تازه د فراه والي عبدالبصير سالنګي په دغې ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو د پيل خبر ورکړی دی.

خيرخوا زياتوي، نه يواځې بهرنيان د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته په مشورو او تجهيز بوخت دي بلکې په مخامخ جګړو، هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې هم ګډون کوي چې د هغوی دغه کړنې د ملکي مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close