په افغانستان کې یو سوچه رښتونی اسلامي حکومت راتلونکی دی

ډاکتر آصف

زما د ښو بدو د توپير او د ژڼيتوب مهال تقريبا د ظاهرشاهۍ نظام له اخر او د داود د انقلاب له پيل سره سمون خوري، له هغه مهاله تر اوسه د تاريخ تودې سړې زما تر مخه تېرې شوې دي، نو ځکه هغه حقيقتونه د تاريخ پاڼو ته سپارو، چې بايد له پامه ونه غورځول شي. داود د افغانستان د ودانۍ او پرمختګ لپاره د (ماسټرپلان) په نامه يوه پياوړې برنامه ترلاس لاندې نيولې وه، چې له معارفو او اقتصاد نه راواخله د افغانستان د زمکنۍ بشپړتيالپاره پکې کوټلې لارې چارې نغښتې وې، چې په دې کې افغانستان د پخوانيو پولو (جهلم) پورې د رسولو برنامه هم وه. له داود سره په کودتا کې کمونستانو (خلقيانواوپرچميانو) فعاله ونډه اخيستې وه، نو له همدې کبله يې د کمونستانو په اشاره او غوښتنه د اسلامي پاڅون په ځپلو پيل وکړ، د ځينوغړو د نيولو له کبله د پاڅون غړي دې ته اړشول، چې غرونو او بيا پاکستان ته مخه کړي.

دا چې پاکستان د داود خان د رژیم نه د خطر احساس کاوه نو په پاکستان کې د پاکستان د حکومت او پاڅون کوونکو تر مینځ په دې موافقه وشوه، چې د پاڅون ځوانان به د غرونو له لارو پاکستان ته ورځي، پاکستان کې به پوځي روزنه ترلاسه کوي اوبيا به بېرته افغانستان ته د داود خلاف جنګ ته ستنېږي. پاڅون او پاکستان دواړو يو د بل له مجبوريته ګټه پورته کوله.

ځوانان به دغرونوله لارې پاکستان ته تلل، له هغه ځايه به په پوځي سرپټو موټرو کې د چراټ، اټک کلا او نورو پوځي کمپونو ته لېږل کېدل او له روزنې اخيستو وروسته به له څه بارودو، زړومارفورو ټوپکونو، فرانسوي قات کېدونکو او درېوالو ماشيندارو سره افغانستان ته ستنېدل.

د ضياؤالحق په وخت کې د روسانو يرغل غربيان ووېرول چې دادی روسان راغلل، تودو اوبو ته را ورسېدل، دعربو په تېلو به قبضه وکړي او ان د واشنګټن تر پولو به ورورسیږي. د عربو او عجمو بې خرته مرستې په پاکستان را ماتې شوې د افغانانو د سپېڅليو نيتونو جهاد که څه هم شوروي اتحاد ړنګ کړ او افغانانو ته يې وياړونه ورپه برخه کړل. خو افغانستان هر څه له لاسه ورکړل، پاڅون کوونکو افغانستان فتح کړ خو دا کفایت یې نه درلود چې متفق شي او یو حکومت جوړ کړي، نو ځکه هره ډله په خپله سیمه کې جلا حکومت درلود، افغانستان د انارشیزم سیلاب واخیست، هرې خوا ته بې امنۍ وده وکړه، د خلکو مال، ناموس په خطر کې پریوتل، تر دې چې ملت دا دعاوې کولې چې کاشکې داسې څوک پیدا شي چې دا انارشي ختمه کړي، او هیواد ته امنیت راوګرځي، ملت نور د یوه اسلامی حکومت راتللو نه لاس پریمنځلو اوس یې یواځې د امنیت او آرامۍ دعاوې کولې، خو خدای تعالی د شهیدانو وینې ضایع نکړی او خپله وعده یې رښتینې کړه او د ملت دعاوې یې قبولې کړې، او د فرښتو په شان یې ورته د طالبانو اسلامي تحریک ورواستاوه، چې ډیر زر یې په ټول افغانستان کې آرامي او سوکالی بیرته راوسته، او اسلامي حکومت چې د دې مجاهد ملت آرمان و، هم قایم کړ، خو کله چې نړیوال کفري استعمار په دې وپوهیدو چې دغه تحریک رښتیا هم کولی شي چې یو اسلامي رښتونی حکومت جوړ کړی، نو په رنګارنګ بهانو یې لومړی پری اقتصادي بندیزونه ولګول ورپسی یی د اسامه بن لادن په بهانه برید وکړ او د شهیدانو او ملت دغه ارمان یې د یو څو پلورل شویو انسانانو په واسطه له مینځه یوړ، او یو غربي نظام یی په پښو ودراوه، نو دا چې د طالبانو تحریک د ملت په پرګنو کې قوي ریښې لري داسی مقاومت وکړ چې نړۍ یې ګوته په  غاښ کړې، آن تر دې چې د امریکا ولسمشر یې دې ته اړ کړ چې خپله ماته ومني، او د طالبانو قوت تسلیم کړي. دا او داسی ډیر څه په خپلو سترګو وینو چې د طالبانو  تحریک په لاس یو سوچه اسلامي حکومت ډیر زر راتلونکی دی. ځکه چې دا د الله تعالی وعده ده چې فرمایی: و لا تهنوا ولا تحزنوا و انتم الأعلون ان کنتم مؤمنین. او هم فرمایي: ان تنصروالله ینصرکم و یثبت اقدامکم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close