په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د کار په شرایطو برابر، خو نیم یې بیکاره ګرځي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۶)

نن په کابل کې د نفوسو او حمعیت د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه رابلل شوې وه.
په غونډه کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وویل، په هیواد کې په ورځنۍ توګه ۱۸۰۰ ماشومان دنیا ته سترګې غړوي، چې یواځې تیرکال د افغانستان ۶۵۷ زره تنه نفوس زیات شوی دی.
مستور اندیښنه څرګنده کړه چې د نفوسو د زیاتوالي دا شمیرې ښیي چې په ۲۰۵۰ کال کې به د افغانستان د نفوسو اوسنۍ شمیره دوه برابره لوړه شي چې ورسره به د هیواد اقتصاد هم ټکنی شي.

د هغه په په خبره؛ افغانستان اوسمهال ۳۱.۵ میلیون نفوس لري چې ښایي ۱۰۰ کاله وروسته دا شمیر ۱۰۰ میلیونو تنو ته لوړ شي.
مستور زیاته کړه، ۵۰ کاله وړاندې افغانستان ۱۰.۵ میلیون نفوس درلوده چې وروستیو کلونو کې دا شمیر په بیسارې توګه لوړه شوې .
مستور ونه ویل چې د نفوسو دا شمیرې یې د کومې سرشمیرنې له مخې تائید کړې، په داسې حال کې چې په وروستیو څو لسیزو کې د افغانستان د غوڅ اکثریت کلیو بانډونو سرشمیرنه لا هم نه ده ترسره شوې.

مستور وویل، د نفوسو له زیاتوالي سره دکار زمینې هم مخ پر ختمیدو دي او دا مهال د ۱۵ میلیونه کاري کسانو له ډلې یې ۷.۲ میلیونه وګړي بیکاره ګرځي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو استازې“ بنیت ندیانابنګي“ هم ګډون کړی و او په خپله وینا کې یې وویل ؛ افغانې کورنۍ باید د خپلو اولادونو کچه ۳۰ سلنه راټیټه کړي ترڅو د نفوسو د زیاتوالي مخنیوی وشي.
د اقتصاد وزارت شمیرې ښیي، د زیږیدنې پر مهال له هر ۱۰۰ زرو ماشومانو له ډلې یې ۶۶۱ تنه مري.
دغه راز د اقتصاد وزارت وایي چې د افغانستان دجمعیت نیمایي یې یواځې ماشومان تشکیلوي.
د احصایي د مسلکي ادارې مرستیال حسیب الله موحد وایي، د افغانستان د ۳۱ نیم میلیون نفوس له ډلې ۱۶ میلیونه سړي او ۱۵.۵ میلیون یې میرمنې دي چې د ده په وینا ښایي دا شمیره په ۲۰۵۰ کال کې ۶۴ میلیونو ته لوړه او خلک به له سختو مشکلاتو سره مخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close