په امریکا کې د ټرمپ پرخلاف مظاهرې

دامریکا په تاریخ کې چې څومره منتخب جمهور رئیسان تیرشوي دي هغه د ولس په رایه او لکه څرنګه چې ېې د رایو په اکثریت انتخابات ګټلي دي داډول ېې دامریکایی ولس زړونه هم ګټلي خو ټرمپ چې د امریکا پنځه څلویښتم منتخب رئيس جمهورشو دا لومړی ځل دی چې سره د انتخاباتو د ګټلو ېې پرخلاف مظاهرې روانې دي د لومړۍ ورځې په نسبت ېې په دوېمه ورځ  مخالفین نورهم زیات او په قهرجنوالفاظو ېې په خپل مخالفت او شعارونو ورکولو سره دټرمپ غندنه وکړه.

ترټولوزیات مخالفت په فرانسسکوکې دسټي پوهنتون محصلینووکړ چې په لومړۍ ورځ په سلګونو خو په دوېمه ورځ ېې شمیر زرګونوته ورسید.

د فرانسسکو د پوهنتون مشر مینک لي په وینا د پوهنتون محصلین د خپل نظرپه ښودلوسره  د ټرمپ پرخلاف  راپورته او په مظاهرو ېې لاس پورې کړی دی.

دا لومړی ځل دي چې د یوه منتخب رئیس جمهورپرخلاف د زرګونو په شمیر امریکایی ولس په مظاهرو کولو سره خپل مخالفت څرګند وی وایی  ټرمپ دامریکا دجمهور رئیس په نامه نه شومنلای.

په اصل کې ټرمپ خپله دکمپاین پرمهال ځانته دستغوسپورو په ویلو دمخالفتونو اوربل کړی دی.

د کمپاین پرمهال چې ټرمپ د نوروهیوادونو د کډوالوسره کوم مخالفت ښودلې او په ځانګړې توګه ېې د مسلمانانو مخالفت کړی هیڅ وخت به ېې نه امریکاپلوي هیوادونه  او نه خپل امریکایی ولس ملاتړ وکړي بلکه په خپل مخالفت سره به ټرمپ ته د خپلوتیرو کړو ویناوو پایلې دهغه دعمل په هنداره کې ورښکاره کړي.

که ټرمپ د کمپاین پرمهال په خپلو کړو ویناو عمل وکړي  دادې پرځان ومني هغه چا چې ورته رایه ورکړې او ټرمپ ېې پرهیلري برلاسې کړی هغه به ېې هم مخالفت پیل کړي هغه په دې دلیل چې څلویښت سلنه امریکایان دبهرنیوهیوادونو دسوداګرو او نورو ډول ډول ګټوترلاسه کولولپاره په روزګارونوکې شریک دي داسې امریکایی سوداګرهم شته چې په  غیرمستقیم ډول له بهرنیوسوداګرو ګټې ترلاسه کوي که  امریکايی ولس دا ګټې دبهرنیانو په بندیز له لاسه ورکړي هغوی به ېې هم له ملاتړه لاس واخلي.

د ټرمپ لپاره دوه لارې شته یوه داچې د خپل تیرکمپاین په مهال د کړو ویناو په رسمي توګه له بهرنیوکډوالو او خپل امریکایی ولس څخه بښنه وغواړي دوېمه لارېې داده چې  دخپلو کړو ویناو مطابق به له دکتاتورۍ کار اخلي ځکه دټرمپ لهجه دکتاتوره ده او که د کتاتوري ېې ونه کړه بیاهم له ناکامیوسره مخ کیدای شي.

مونږ د مخه اشاره کړی وه چې په بهرنۍ پالیسۍ کې ټرمپ هیڅ نه شي کولای افغان چارواکي او په ځانګړي توګه د ګډوله حکومت دوه ډاکټران د ټرمپ په نالیدلي مخ (پالیسۍ)عاشقان دي دافغانستان په اړه راتلونکی برخیلک دهغه چاپه  لاس کې دی  چاچې پرافغانستان دیرغل پریکړه کړې ده .

ټرمپ ته له ستونزوڅخه  د خلاصون بله لاره داده چې ټرمپ به د خپلې بشپړي ناکامۍ په منلو سره دخپل ګوند مشرانو سره په مشوره حکومتي چارې پرمخ بیایی که دهغه ګوندي ملګري ورسره مرسته ونه کړي  هغه رویه او لهجه چې ټرمپ ېې لري امریکا ېې ولس او  په  امریکاکې بهرمیشتي  کډوال د ټرمپ له واکه په بې واکۍ خوښ دي چې بالاخره به داغبرګونونه د ټرمپ د حکومتولۍ مزي ورځ په ورځ اومړي کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close