په اړخ خوب دماغي روغتيا ته ګټور دی

کابل ټکی کام ۱۹ زمری ۱۳۹۴ څېړنه: سټوني بروک پوهنتون/ قدرت الله حسین د ويده کېدو طريقه پر خوب برسېره زموږ پر روغتيا هم اغېز لري، د روغتياپوهانو په نظر په اړخ له خوب کولو سره دماغي روغتيا نوره هم ښه کېږي.   د امريکا په سټوني بروک پوهنتون کې په يوه تازه څېړنه کې معلومه شوې ده چې په اړخ ويده کېدل له سيده او په څټ مخ له ويده کېدلو غوره دي او په داسې طريقه له خوب کولو سره په دماغي ناروغۍ الزايمر د اخته کېدو وېره کمه وي. د خوب په وخت کله چې زموږ بدن ارام کوي، نو دماغ خپله صفايي کوي او بې کاره او زهرجن مواد وباسي، که په دې عمليه کې څه خرابي راشي نو د الزايمر،  پارکنسن او ډيمينشيا په څېر د خطرناکو دماغي ناروغيو د رامنځته کېدو وېره ډېرېږي او پر دې برسېره په خوب کې کمی او نورې مسئلې هم پېښېږي. د ډاکټرانو په وينا په اړخ د ويده کېدو په مهال په دماغو کې د وينې دوران تېز وي او په وسيله يې دماغ په غوره توګه بې کاره او زهرجنې مادې لرې کوي، پر دې برسېره په بدن کې د پاتې بکټرياو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي. د هغوی په اند که يو انسان په اړخ څملي او ګونډې د ګېډې خوا ته راټولې کړي، په دې صورت کې هغه کولای شي، په اسانۍ او پرته له کومې ستونزې ساه واخلي، چې په نتيجه کې يې بدن بې له کوم مشکله مطلوبه اندازه اکسيجن اخستی شي او انسان سهار مهال چست و چابک راپورته کېدای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close