په برتانیا او هایلنډ کې افغان سفیران له دندو تښتیدلي او د سیاسي پناه غوښتې یې کړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۹) زرغون خوږیاڼی

په هایلنډ او برتانیا هیوادونو کې د افغانستان سفیران له خپلو یو شمیر دیپلوماتانو سره له دندو تښتیدلي او په بیلا بیلو هیوادونو کې یې د پناه اخیستو غوښتنې کړي دي.

په هایلنډ کې افغان سفیر پوهاند ډاکټر عبیدالله عبید، د نوموړي سیاسي سلاکاره میرمن صالحه سنجر او درېيم سلاکار یې علي رضا د کاري مودې تر پوره کیدو مخکې په بیلا بیلو هیوادونو کې د سیاسي پناه اخیستلو غوښتنې کړي دي.

ډاکټر عبیدالله عبید له دندې تښتیدلی او د خپلې کورنۍ سره یو ځای یې په هایلنډ کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده، ویل کیږي چې نوموړي سره اوس هم د افغان سفارت د دیپلوماتۍ کارت او د افغان سفارت اړوند توکي په لاس کې دی او په شخصي توګه ورځينې ګټه اخلي.

ډاکټر عبیدالله عبید تر دې مخکې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د وزیر په توګه دنده لرله، چې په خپل مهال یې په پښتنو سیمو کې د کانکور ازموینې پاڼې له منځه وړې وې او په ټوله کې یې د بهرنیو تعلیمي بورسونو حق یواځې د جمعیت ګوند اونظار شورا غړیو ته ورکولو، چې په هایلنډ کې یې هم د پښتنو سره د مور اومیرنې په څير کړنې ترسره کړي دي.

همدارنګه د عبید سیاسي سلاکاره میرمن صالحه سنجر په کاناډا کې د سیاسي پناه اخییستلو غوښتنه کړې ده او درېيم سکرتر علي رضا یې په یوه نامعلوم هیواد کې پټ شوی او له دندې تښتیدلی.

ویل کیږي چې تر دې وړاندې هم په برتانیا کې د افغانستان د سفارت لومړي سکرتر پاینده او ورسره علیم فهیم په لندن کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې وه او افغانستان ته له راستنیدو یې ډډه کړې وه.

نوموړي کسان د جنرال فهیم د کورنۍ غړي دي، چې تر ډیره د اروپايي هیوادونو افغان سفارتونه د شمالي ټلوالې له غړیو برخمن دي او د حامد کرزي له وخته ورباندې قبضې کوي.

همدارنګه په برتانیه کې د افغان سفیر مشاور او د افغانستان ځانګړی استازی سیامک هیروي هم له دندې تښتیدلی او په برتانیه کې یې د خپلې کورنۍ سره یو ځای د پنا اخیستلو غوښتنه کړې ده.

سیامک هیروي د افغانستان د هرات ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی د ډاکټر سپنتا نږدې کس او د جمعیت ګوند غړی دی، د حامد کرزي په حکومتي دوره کې سپنتا د ولسي جرګې لخوا د سفارت لپاره تردید شو، خو د حامد کرزي په خاص فرمان دهایلنډ سفیر وټاکل شو، چې سیامک هیروي هم ورسره سفارت کار و.

د افغانستان یوه لوړپوړي چارواکي د نوموړو سفیرانو تیښتې خبریال ډاټ کام ته تایید کړي دي.

د شنونکو په وینا، په بهرنیو کې هیوادونو کې د افغان سفارت کارو او دیپلوماتانو تیښتې او د پناه غوښتلو وړاندیزونه د افغانستان اعتبار سخت ته زیان اړوي، څو میاشتې وړاندې د ملي اردو ځواکونو چې امریکا ته د نظامي زده په موخه استول شوي وو، په امریکا کې له یوې نظامي قطعې تښتیدلي وو او په ځينو نورو بهرنیو هیوادونو کې یې ځانونه ورک کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close