په بيت المقدس کې اسرائيل  فلسطيني ځوانانو ته خپلې تذکرې ورکوي!

« سرليکنه »

اسرائيلي پوځونه چې تل يې د فلسطين مسلمانانو سره د جګړو پرمهال په کورنو او جامع جوماتونو او رغتونونو بمبارۍ کړي. د تالاشيو په دوران کې يې يا ځوانان شهيدان کړي او يا يې ژوندي له ځانه سره بولي دي.

د تېرو څو کلونو راهسي ، چې په بيت المقدس کې اسرائيلي پوځونو څومره فلسطيني ماشومان اوځوانان نيولي ، د زندانونو، تورو خونو ته يې اچولي دي، د ازادو رسنيو او خپله فلسطيني ځوانانو د وينا مطابق ، چې له زندانه خلاص شوي، ويل شوي چې اسرائيلي حکومت هغو فلسطيني ځوانانو او ماشومانو ته خپلې اسرائيلي تذکرې ورکول شروع کړي دي، کوم چې۶ يا ۷ کاله يې په زندانونو کې تېر کړي وي. د راپورونو له مخې تر۱۶۰۰۰ زرو زيات ځوانان او ماشومان په غزه او بيت المقدس کې اسرائيلي پوځونو نيولي او زنداني کړي يې دي.

 د اسرائيلو پوځيانو نيول شوو ځوانانو ته ويلي ، هر هغه ځوان چې اسرائيلي تذکره ولري  دپوځيانو لخوا به ونه نيولی شي؛ د همدې له امله اسرائيلي پوځونو د جګړو او تالاشيو په دوران کې له فلسطيني ميندو څخه په زور تنکي ماشومان بيايي او زندانونو ته يې د اسرائيلي تذکرو د ورکړې لپاره رسوي.

په راپورونو کې ويل شوي ، د هغو کم عمره ماشومانو په ذهنونو کې ورځای شوي ، چې کوم ماشومان اسرائيلي تذکره ولري ؛ په بيت المقدس کې په ازادانه توګه تګ راتګ کولاشي.

 د ملګروملتونو لخوا د اسرائيلو په دې ناوړه چلند چې تنکي ماشومان له کورونو او د ميندو له غيږو نيسي ، زنداني کوي يې څوڅو وارې نيوکې شوي دي ؛ خو تر اوسه پورې اسرائيلو ته دا نه دي په ګوته شوي ، چې د بشر د حقوقو په سرغړونکو هېوادونو په ليست کې په راوستل شي .

امريکا او اسرائيل ، چې دواړه د اسلامي نړۍ او مسلمانانو په خلاف کډې هلې ځلې د مسلمانانو د اختلافاتو او بې باوريو لپاره يې له تبليغاتو هم کاراخستی دی ؛ خو د اسرائيلو صدراعظم نتن ياهو ، چې له امريکا سره يې د ايران په اړه د اتومي پروګرام په سر د موافقې په کولو دوستي خړه شوې ده ، د مسلمانانو په اړه په پخوايی سخت دريځ نه دی پاتې او امريکا هم غواړي، نور د مسلمانانو لپاره اسرائيلو ته په ملينونو ډالرو ورکړه بنده کړي.

اسرائيلو، چې په ۱۹۴۸م کال کې د بيت المقدس په شمول د فلسطين يو شمېرسېمې نيولي دي او اسرائيلي پوځونو ته پکې په خپل تصروف سره پارکونه جوړ کړي دي. ملګرو ملتونو پرې اعتراض نه کاوه ؛ خو تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په اسرائيلو غږ وکړ، چې د بيت المقدس په شمول يې د فلسطين زياتې سيمې اشغال کړي دي؛ نور بايد نيول شوې سيمې فلسطيني مسلمانانو ته پريږدي. فلسطيني مسلمانان ، چې غواړي د اسرائيلو له وحشته ځان وژغوري ، څو څو وارې يې له اسلامي او په تېره بيا له عربي هېوادونو غوښتي چې د فلسطين خاورې په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي ؛ خو عربي هېوادونو او سعودي عربستان پرې غوږونه کاڼه کړي دي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close