په بګرام زندان کې بوږنونکی وضعیت

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۹)

راپورتاژ: فرید افغان

په بګرام زندان کې پر زندانیانو تر ټولو زیات مظالم ،ځورونې او وحشتونه پیل شوي.
راپورونه وایي، دې زندان کې لسګونه زندانیان د لاعلاجه ناروغیو له امله د مرګ په بستر پراته او د پوښتنې او معالجې څوک یې نشته.
له بګرام څخه یوه آزاد شوي بندي کابل ټکی کام ته وویل “ زرګونه زندانیان په عصبي ناروغیو اخته شوي، ګڼ شمیر د ټیبي یا نري رنځ له ناروغۍ څخه کړیږي او لسګونه تنه په مرموزه بڼه وژل شوي“
نوموړی وایي، د زاندانیانو وضعیت تر دې کچې خراب دی چې کله کوم بندي ناروغ شي ، نو د معالجې لپاره تر هغو نه وړل کیږي، تر څو چې د ده په خاطر نورو زندانیانو ډلییز اعتصاب نه وي کړی.
د بګرام زندان یوه بندي د سترګو لیدلی حال داسې ووایه “ زمونږ یو ناروغ بندي و، تر هغو درمل نه ورکول کیدل ترڅو مو چې اعتصاب وکړ، کله یې چې زمونږ له سترګو ډاکټر ته د وړلو په موخه پناه کړ، سملاسي یې جزایي خونې ته یووړ او څو ساعته یې په پښو راځوړند کړ، کله یې چې راووست ترې ومو پوښتل، څنګه شو ډاکټر درته دارو درمل درکړل، راته یې کړه؛ هو! ساعتونه مې جزایي تیره کړه او بیا یې راته د شکایت نه کولو خبرداری راکړـیاد بندي له څلویښت ورځنۍ ناروغي وروسته وفات شو.“
خوشې شوي زندانیان وایي،کله به چې بندي ناروغ شو نو مسؤلینو ورته ویل، چې اوبو ډیرې څښي او د دارو درملو په تمه دې نه کیني.
زندانیان وایي، دلته دومره وحشت خپور دی چې د اعتصاب ژغ مو هیڅوک نه اوري، آن تر دې چې د زندان مشر هم زمونږ په اعتصاب ځان نه پوهوي او راته وایي، چې نور هم اعتصاب وکړئ))
دغه راز په زندان کې بندیانو ته له دریو کلنو را په دې خوا هیڅ جامې یا کالي نه دي ورکړل شوي، هغوی د پنجرو له سیمانو څخه په ستونزو یوه ستن جوړوي او بیا پرې له هغو کمپلو څخه چې د خوب لپاره ورکړل شوي، کالي ګنډي.

د ملاقات موده هر شپږ میاشتې وروسته ده او په دریو میاشتو کې یوه ۲۰ دقیقې تلیفوني اړیکه ده چې هغه هم عسکر تر پایه نه پریږدي.
دغه راز د یاد زندان د وضعیت ارزولو په موخه هیڅ دولتي مقام هلته نه دی ورغلی او نه هم د ولسي او مشرانو جرګې وکیلانو د دې بوږنونکي وضعیت د پوښتلو جسارت کړی دی.

د یاد زندان څخه خوشې شوي بندیان وایی، ((په زندان کې په کم ځای کې خورا زیات بندیان اچول شوي، له هغوی سره حیواني سلوک ترسره کیږي او جنایي او سیاسي بندیان ټول ګډوډ سره اچول شوي))
دوی زیاتوي، کله چې یو بندي وغواړي خپلو سیاسي ملګرو ته د تبدیلی غوښتنه وکړي، تر هغو نه تبدلیږي ، ترڅو یې چې په تر ټولو سخت او مرګونې بڼه اعتصاب نه وي کړی.

خوشې شوي بندیان زیاتوي، هلته وضعیت تر ټولو په بدتر حالت کې روان دی، زندانیان غوښتنه کوي چې د وضعیت ارزولو په موخه دې یو باصلاحیته دولتي پلاوی ورشي، څو د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د څرخي پله له زندان څخه هم دې زندان ته لسګونه زندانیان انتقال شول چې د بندیانو له سخت عکس العمل سره مخ شو.
باید وویل شي چې طالبانو د تیر لوی اختر په مناسبت سلګونه دولت پلوي زندانیان له خپلو بندخونو خوشې کړل، خو دولت او امریکایانو یې په غبرګون کې هیڅ کوم اقدام ونه کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close