په تاتارستان کې د قول شریف مسجد

قازان د تاتارستان د جمهوریت پایتخت دی، چې د روس تر قبضې لاندې دی.

دا ښار د روس د فدراسیون اتم لوی ښار دی، په روس کې د مسکو او سن بترسبورګ  نه وروسته درېیم لوی علمي مرکز دی.

د والګا – قازانکا د سیندونو تر منځ، د روسيې په هغه برخه کې پروت دی چې له اروپا سره تړلې ده.

د دې ښار نفوس ۱۱ نیم لکه دی چې نیمایی کمو نستان، یا لادینه ، یا عیسویان دي او نیمی نور یې مسلمانان دي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۸م کال د فیفا د فوټبال نړیوالې اتلولۍ مسابقی به هم پدې ښار کې ترسره شي.

دا ښار د مسلمانانو په واسطه په منځنیو قرنونو کې منځ ته راغلی دی چې وروسته یې ډېره زیاته ترقي وکړه. تاریخ لیکي چې د ۱۴۳۸م په وروستیو کې خانان قازان ور باندې حمله وکړه او خپل نظام یې پکې قایم کړ.

په ۱۵۵۲م کال کې د تزاري روسي واکمن (ایوان مهیب) له لوري د مسلمانانو پدې ښکلي ښار باندې هجوم یوړل شو، چې په نتېجه کې یې ټول ښاریان یا خو قتل عام کړل، یا یې په زور عیسايي دین ته دعوت کړل او یا یې جلا وطنه کړل، او پدې ښکلي ښار کې یې د مسلمانانو پرځای روسان مېشت کړل، د دې ترڅنګ یې د مسلمانانو جوماتونه او نور اسلامي مراکز هم له منځه یووړل، پدې وران شویو جوماتونو کې یو همدا د قول شریف جومات وو.

په ۱۷۷۴ م کې دا ښار یو ځل بیا د جنګ میدان وګرځېد چې له کبله یې ښار په مکمله توګه وران شو، د ښار بیا جوړونې څخه وروسته د روسیې د وخت ملکې کیترین اعظم په ښار کې د جوماتونو د ودانولو اجازه ورکړه چې لومړنی جومات د مرجاني مسجد وو، چې په ښار کې ودان شو.

په ۱۹۱۷ م کې ځايي مسلمانانو د (ایدل اورال) په نوم یوه باشاهي جوړه کړه چې د قازان ښار یې ورته پایتخت اعلان کړ، له بده مرغه په کال ۱۹۱۸م کې د شوروي اتحاد سرو لښکرو یو ځل بیا د مسلمانانو په دغه ښار باندې یرغل وکړ چې د دریو کالو جګړې په دوران کې یې په زرهاوو مسلمانان شهیدان کړل او د ښار ټول جوماتونه یې ونړول.

د جماهر شوروي له نړیوال شکست څخه وروسته دغه ښار یو ځل بیا ترقي وکړه، په ۱۹۹۶م کې یې د قول شریف جومات چې په ۱۵۵۲م کې نړول شوی و، له سره ورغاوو چې په ۲۰۰۵م کې یې د بیا رغونې چارې سرته ورسېدې، او د تاتارستان د یوه مشهور عالم «قول» په نوم ونومول شو، چې همدا د قول شریف جومات د جمعې په ورځ د جون په ۲۴ مه د جمعې په ورځ د تاتارستان د جمهور رئیس په ګډون د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

د جومات په خونه کې تقریباً ۱۵۰۰ کسان په یوه وخت کې لمونځ کولای شي، او د جومات په خارجي صفونو کې له لس زرو څخه زیات کسان په یوه وخت ځاییږي.

د جومات په بیا رغونه باندې ۱۴،۵ میلیونه ډالره خرچه شوې ده، د جومات ټولې ډبرې سپین مرمر او ګرانیټ دي چې له اورال غرونو څخه ورته راوړل شوي دي، دې جومات ته قالینې له اېران څخه وړل شوي دي او دګنبد لپاره کرسټلي سریا  د چیک له جمهوریت څخه راوړل شوی دی.

د قول شریف جومات څلور لوی او څلور واړه منارونه لري چې هر لوی منار یې ۵۷ متره اوچتوالی لري، چې پدې ترتیب سره د جومات د جوړښت په طرز باندې د عثماني خلافت د ودانیو نقشه غالبه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close