په ترکیه کې د روسي سفیر د وژنې مسئولیت «جبهة فتح الشام» منلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲) زرغون خوږیاڼی

په ترکیه کې د روسي سفیر د وژنې مسئولیت په سوریه کې د «جبهة فتح الشام وسله والې ډلې منلی دی.

د تري رسنیو د راپور په اساس، په سوريه كې جهادي ډلې جبهة فتح الشام په انټرنېټ كې د يوه ليك په خپرولو سره ادعا كړې ده چې په انقره كې د روسيې سفير د دوى د غړي لخوا وژل شوى دى.

جبهة فتح الشام وسله واله چې له «جبهة النصرة» وسله والې ډلې څخه یې پریکون اعلان کړی و، ویلي دي چې په ترکیه کې هغه وسله وال کس ددوی غړی و چې په روسي سفیر یې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې ووژلو.

تر اوسه پورې ازادو رسنیو دغه خبر نه دی تائيد کړی.

بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د یاد برید پړه پر امریکا ور اچولې ده، د نوموړي په وینا په روسي سفیر بریدکوونکی کس د ګولن غړی و چې یاد برید یې د امریکا په مرسته طرحه کړی و.

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو په وینا، د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون خپل امریکايي سیال جان کري ته په ټیلیفون وویل چې انقره او مسکو پوهېږي چې د روسيې د سفیر اندرې کارلوف په وژنه کې د فتح‌الله ګولېن ډله لاس لري.

همدارنګه د ترکي ملت ورځپاڼې ليکلي، چې د روسي سفير وژونکي مولود تنتاش په کوټه کې چې په یوه هوټل کې یې په کرایي نیولې وه، د القاعدې او ترکي مخالف، فتح الله ګولن ځينې کتابونه موجود وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close