په تهذیب او تمدن د اسلام اغېز

ليکوال : مولانا ابوالحسن علي الندوي ژباړن : محمد ابراهيم خوشال لومړۍ برخه الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله وصحبه اجمعين د موضوع پراخوالی او نړېوالتوب : «اسلام او انساني تهذيب وتمدن» ژوندۍ او واقعي موضوع ده، چې يوازې محمدي رسالت او اسلامي ښوونو سره تړاو نه لري، بلکې د ژوند حقيقتونو، د انسانيت تېر او راتلونکي او د تهذيب وتمدن په رغونه او سمونه کې د اسلامي امت تاريخي زيار پورې هم تړاو لري. دا موضوع په يوازې ځان څېړل ستونزمن دي، په کار ده، چې کومه اداره دا کار په غاړه واخلي، ځکه چې دا موضوع د خپلو مباحثو د پراخوالي له لحاظه نړۍ او تمام انسانيت پورې تړلې. موضوع ژوره، شامله او افاقي ده. د دې موضوع موده له لومړي اسلامي پېره تر نن ورځې ده او مکاني مسافه يې د نړۍ له يوې کنارې تر بلې اوږده ده. معنوي ضخامت يې له عقيدې، اخلاقو، سياست، قانون، نړېوالې اړيکې، فکري علمي اخلاقي ترقي، عمرانيات، شعر وادب او فنون لطيفه جوړ دی. دا هره موضوع په خپل ذات کې په ډېرو اړخونو مشتمله ده، ځکه خو دا د اکاډميو او علمي ټولنو کار ګڼل کيږي، چې هر اړخ ته د خپل تخصص خلک وګماري. داسې متخصصين، چې د خپل تحقيق او مطالعې پايلې په ډاګه ويلی شي. يو پر عقيده او ديني فکر پر ارتقاء بحث وتحقيق وکړي، بل د تمدن واجتماع موضوع وڅېړي، بل شريعت وقانون باندې وچورلي او بل په ټولنه کې د ښځو حقوق او حيثيت په ګوته کړي. په دغه ډول دا موضوع «دائرة المعارف» او «انسايکوپيډيا» ته اړتيا لري، مګر څه چې ټول نه تر لاسه کيږي، ټول پرېښودل هم په کار نه دي، څه چې لاس ته راځي، بايد تر لاسه شي. له همدې کبله مو دې موضوع باندې د بحث جرئت کړی. قران کريم کې يو ايت د يوې زمکې په اړه وايي : {فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ}  که دې زمکې ته ډېر باران ونه رسيږي، لږ يې هم بس دی. سخت او نازک بحث فکر کوم پر يوه مترقي تمدن داسې تجريبي تحليل کول، چې د داخلي عناصرو وختونه او تاريخي وقفې معلومې کړی شي، پر يو بل يې اغېز په ګوته کړی شي او د دې تمدن ار او حقيقي فکتورونه وښوولی شي، تر ټولو سخت او نازک بحث دی.  په ځانګړي ډول که دې عناصرو د تمدني جوړښت او انساني ټولنې بڼه غوره کړې وي، د دې انساني ټولنې د وينې او روح برخه وي، پای د يو تمدن خاص مزاج شي لکه ښوونه، روزنه او خوراک چې د چا د ژوند او شخصيت ساتونکي وي.     داسې تجريبي کارځای نه شته، چې د تاريخي تحليل کار ورکړي، نه داسې مايکروسکوپ شته، چې دغه تهذيبي فکتورونه وښيي، چې د يوه تمدن په جوړښت کې يې ځانګړې ونډه درلودلې وي. دا مهال موږ د قومونو، ملتونو، بېلابېلو هېوادونو او ټولنو ژوره او پراخه څېړنه کوو. د دې څېړنې پر بنسټ يې د اوس او تېر مقايسه کوو، چې موږ د اسلامي دعوت او نبوي بعثت د هغه انقلابي او اصلاحي کار اندازه وکړی شو، چې په عقايدو کې يې د اصلاح وبدلون، د جاهليت، شرکي فلسفو، پلرني رواجونو او عادتونو له منځه وړلو لپاره يې کړی. د فکري ليکې اړولو، د ارزښتونو او معيارونو بدلولو  او د تمدنونو رغونې او سمونې لپاره يې کړی. دا کار که سختې څېړنې او ستر ذهني وعقلي رياضت غواړي، خو فايده من او اړين کار هم دی. دا کار که يونيسکو، د اروپا کومه علمي اداره او د امريکا کومه اکاډمي نه شي کولی، نو ضرور ده، چې په اسلامي هېودونو کې ورته په کوم څېړنيز مرکز او  اسلامي پوهنتون کې علمي مجالس راوبلل شي. بې شکه چې دا کار د هغو علمي کارونو په نسبت ډېر فايده من دی، چې پوهنتونونه يې کوي او بې بريده پرې د خپلو امکاناتو او مصارفو خرڅ کوي. د اغېزمن کار په نښه کول پر انساني تمدن د اسلام اغېزې په نښه کول ستونزمن او نږدې ناشونی کار دی. ناشونتيا يې ځکه ده، چې دا اغېزې اوس د انساني تمدن برخه ده. نوک او ورۍ دي. دومره يې رګونو کې سرايت کړی، چې اوس د نړۍ قومونه ان پوهيږي نه، چې څه اغېز شته که نه. نه به يې کله دا فکرکړی وي، چې دا اغېزې له کوم بل ځايه راغلي يا د کوم نړېوال انقلاب ودعوت نتيجه ده، ځکه چې دا اغېزې اوس د فکر، ذهن او تمدن لازمي برخه ګرځېدلې. د اسلام نړېوال اغېز دلته زه(ابوالحسن) د خپل کتاب «پر نړۍ د مسلمانانو د عروج او زوال اغېز» يو عبارت راوړم، چې پر انساني تمدن او رجحاناتو مې د مسلمانانو د اغېز په اړه  ليکلی : «څه ډول، چې پسرلي کې بوټي او انسانان له موسمه اغېزمن کيږي، دغه ډول په محسوس و نامحسوس ډول د اسلامي واکمنۍ او تمدن پېر کې د خلکو طبيعتونه او ذهنيتونه په بدلېدو شول. په زړونو کې نرمښت او ګداز په زېږېدو شو. اسلامي اصول او حقيقتونه سره زړه وعقل کې پيوندېدل. د توکو د ارزښت په اړه د خلکو فکر په اوښتو شو. تر پرونه، چې څه شي ډېر ارزښت درلود، هغه په کمېدو شو او څه چې بې ارزښته ول، په لوړېدو شو. د زړو معيارونو ځای نوو هغو ونيو. جاهليت د وروسته پاتې والي او جمود نښه شوه.جاهلي خلکو کې د کمترۍ احساس پيدا شو. اسلامي انتساب، د اسلام شعاير او ځانګړتياوې خپلول افتخار شو. نړۍ اسلام سره کرار کرار نږدې کېدله. څه ډول، چې د زمکې خلکو ته د لمر د دوران معلومات نه کيږي، همدا ډول نړۍ ته د اسلامي رجحاناتو او د اسلام داخلي اغېز نه ښکارېده. له دې اغېزو نه علم وفلسفه خالي وه، نه فکر وتمدن. د خلکو وجدان د دې اغېزو شاهدي ورکوله. د دوی اصلاحي تمايلات د دې اغېزو ښکارندوی وو. د مسلمانانو له زوال وروسته، چې نړۍ کې کوم اصلاحي حرکتونه پيدا شول د همدې اغېزو برکت و.[1]» نړۍ ته د اسلام لس مهمې او بنسټيزې ډالۍ که د قومونو او ملتونو ژوند او تمدن کې د اسلام ښکاره اغېزې په ګوته کوو، نو موږ لس بنسټيزې او ارزښتناکې اغېزې ګل چين کوو، چې د انسانانو لارښوونه، صلاح وکاميابۍ او تعمير و پرمختګ کې مهمه ونډه لري. هغه اغېزې چې د ژوندۍ او څپاندې نړۍ په زېږېدو او جوړښت کې يې رول لوبولی. زړې او نړېدونکې نړۍ سره هيڅ ورته نه ده.  نړۍ ته د اسلام ډالۍ په لاندې ډول دي : ۱ – د توحيد پاکه او ښکاره عقيده. ۲ – د انسانانو د يووالي او برابرۍ فکر. ۳ – د انساني شرافت او انسان د لوړوالي اعلان. ۴ – د ښځې حيثيت لوړول او حقوق ورکول. ۵ – د نهيلۍ او بدفالۍ رد، د انسانانو رواني ډاډګيرنه او په کې د اعتماد پيدا کول. ۶ – د دين ودنيا جوړجاړی، د حريفو او جګړه مارو طبقاتو يووالی. ۷ – د دين وعلم تر منځ د مقدس تلپاتي تړاو پيدايښت، کلکوالی، د علم تعظيم، مقصدي کولو، افاديت او الله جل جلاله سره د تړاو وسيله. ۸ – په ديني معاملو کې د عقل رول، افاديت، په ځان وکايناتو کې د غور هڅونه. ۹ – اسلامي امت د نړۍ قيادت، د انفرادي و اجتماعي اخلاقو او رجحاناتو محاسبې، نړۍ کې د عدل قايمولو او شهادتِ حق ته تيارول. ۱۰ – د نړېوال عقَدي او تمدني يووالي قيام. دا هر عنوان پراخ او اوږده تفصيلات لري. هر يو کې له محمدي رسالته وړاندې د جاهلي پېرونو، تمدنونو او د اسلامي پېر وټولنې تر منځ عادلانه مقايسه په کار ده، چې هر عنوان يې په سلګونو مخه غواړي. موږ په همدې ډول د يوې يوې برخې څېړنه کوو، چې په کې د اسلام اصولي و انقلابي اغېز، د اسلام افاقيت او داخلي قوت ښکاره شي.    (نوربیا)                                                                                           –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close