په تورلیست کې د حافظ عبدالعزیز دشاملولو په اړه د طالبانو اعلامیه

کابل ټکی کام ۰۶ / سنبله ۱۳۹۴    په افغانستان کې وسله والو طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اعلان د امریکا ناکامي بللې چې ددوی د دویم ستر مشر خلیفه سراج الدین یو ورور  حافظ عبد العزیز چې په دیني زده کړو بوخت دی  په تور لست کې شامل کړی دی. مونږ د طالبانو همدا اعلامیه د زیات اهمیت په وجه کټ مټ نشر ته سپارو. په دا وروستیو کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت  اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مربوط یوتن کشر مجاهد، طالب العلم حافظ عبدالعزیز د دوی لخوا په تورلیست کې شامل شوی اوله امریکا سره د نوموړي په تجارتي  راکړه ورکړه یې بندیز لګولی . امریکا چې اوس یې په افغانستان کې ټول جنګي فعالیتونه  او پوځي ستراتیژۍ له بشپړې ناکامي سره مخ شوي  غواړی د دغه ډول نمایشي کړنو په تر سره کولو سره  د ځان له ناکامي څخه  د نړیوالو پام بلې خواته واړوي. د افغانستان اسلامي  امارت  د ماتې خوړلیو امریکایانو دا عمل  د هغوی د کمزوري ښکاره نښه ګڼي، او خپلو مجاهدینوته  له افغانستان څخه  دهغوی د شړلو په غرض  د جهاد او جهادي فعالیتونو په   لا دوام  او تشدید سپارښتنه کوي. شکست خوړلي امریکایان  باید پوه  شي  چې په تور لیست کې د مجاهدینو شاملول  او  د هغوی  پر سر ډالري جائزې  ټاکل اوس  یوه  تر وخت تیره اوله کاره لویدلې خبره ده، زموږ مجاهدین له امریکايانو سره  هيڅ ډول تعاملات نه لري او نه يې اراده شته، ترڅو دغه ډول مسخره بنديزونه پرې تأثير وکړي،  مجاهدین کله هم  د امریکایانو په دغه  ډول خبرو او ګواښونو باندې له خپلو جهادي عزائمو څخه  نه منصرف کیږي ، امریکایان باید ددا ډول اقداماتو پرځای  د تعقل لاره خپله کړي او دافغانستان تر اشغال  لاندې ساتلو مفکورې  ته تغیر ورکړي. والسلام دا فغانستان  اسلامي امارت ۱۴۳۶/۱۱/۱۲ّهـ ق   ۱۳۹۴/۶/۵هـ ش ــ 2015/8/27م –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close