په تورکیه کې یوه پولیس د روسیې سفیر ووژلو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

تیر ماښام مهال په ترکیه کې د روسیې سفیر اندري کارلوف  د انځورونو په يوه نندارتون کې وینا کوله چې وسله وال بریدګر پرې ډزې وکړې او ځای پرځای یې ووژلو.

رسنیو ویلي، چې بریدګر لومړی د الله اکبر ناره وکړه او بیا یې د روسیې په سفیر ډزې وکړې او دا یې په سوریه کې حلب غچ وباله.

د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سويل وویل، بريد كوونكى مولود مرد آلتن تاش نوميږي او د تېرو دوو كلونو راهيسې یې د پوليسو په ليكو كې دنده اجرا كوله.

بریدګر په روسي ژبه هم څو خبري کړي او د نندارتون څو انځورونه ئې هم شکولي دي. د ترکيې د رسنيو د معلوماتو له مخي يرغل کوونکی ۲۲ کلن وو. د هغه مور او خور هم د ترکيې پوليسو نيولي دي.

يوه عيني شاهد ويلي دي چي يرغل کوونکي د «حلب» او «غچ» اخيسلتو نارې هم وهلې.

په دغه نندارتون کي ځينو حاضرو خبريالانو ويلي دي چي يرغل کوونکي دوی ته وويل چي ژر تر ژره له نندارتونه ووځي، ځکه نه غواړي چي نورو خلکو ته تاوان ورسیږي.

په مقابل کې د ترکیې پولیسو یاد بریدګر هم وژلی او ویلي یې دي، چې د معلوماتو پر اساس په لنډه موده كې به د پېښې تر شا نور شكمن كسان هم ونيول شي او د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.

د ترکیې د بهرنيو چارو د وزارت په دې اړه یوه اعلاميه كې دا بريد په كلكو ټكو غندلى دى او روسي چارواكو ته د تركيې د تسليت پيغام هم پکې وړاندې کړى دى.

په اعلاميه كې راغلي دي، چې د اندرې كارلوف پر وړاندې سو قصد به د تركيې- روسيې پر اړيكو باندې منفي اغېزه ونكړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close