په توهين رسالت تورنه عيسوۍ له زندانه خوشې، له پاکستانه وتلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې په توهين رسالت تورنه عيسوۍ نجلۍ له ملتان زندان څخه خوشې او يوه بهرني هېواد ته روانه شوې ده.

بي بي د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له قوله ليکي: چې اسيه مسيح له خوشې کېدو وروسته د راولپنډۍ نورخان هوايي ډګر ته له لارې له يوه اروپايي ديپلومات سره يوځای کوم بهرني هېواد ته ولاړه.

د ځينو امريکايي او برتانوي رسنيو تر څنګ پاکستانيو رسنيو ليکلي، چې اسيه مسيح له پاکستانه وتلې او نيدر لينډ هېواد ته تللې ده.

وړمه ورځ داسې راپورونه ورکول شوی چې د اسيه مسيح وکيل سيف الملوک له پاکستانه وتلی او هالنډ ته تللی چې نوموړي په هغه هېواد کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دی د ملګرو ملتونو له لوري اړ شوی څو د ګواښونو له کبله پاکستان پريږدي خو ملګري ملتونه وايي چې نوموړي غوښتنه کړې چې له پاکستانه د وتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

عيسوۍ اسيه په ۲۰۰۹ميلادي کال کې د اسلام پيغمر ته په سپکاوي تورنه شوه چې په ۲۰۱۰م کال کې ورته د پنجاب يوې محکمې د مرګ سزا واورله خو تيره مياشت د پاکستان سترې محکمې دا پريکړه لغوه او نوموړې يې تيره ورځ خوشې کړه.

د اسيه مسيح د سزا له لغوه کېدو سره په پاکستان کې د لبيک تحريک او ځينو نورو اسلامي ډلو له خوا مظاهرې او لاريونونه وشول او د هغې د مرګ غوښتنه يې کوله چې د لبيک تحريک د درې ورځو مظاهرو وروسته له حکومت سره يوه هوکړه وکړه چې دوی به مظاهرې بندوي او له مخې به يې اسيه په هغه ليست کې شامليږې چې له هېواده نه شي وتلی، په مظاهرو کې نيول شوي خلک به خوشې کېږي او په ياده پريکړه به نظر ثاني کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close