په توکو بار پاکستانيو لاريو ته افغانستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)

د پاکستان سوداګر او د سوداګرۍ ټولنه وايي، چې په توکو بار سلګونه لارۍ په تورخم بندر کې ولاړې دي او افغان چارواکي ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د سوداګرۍ د ټولنې مشر ضياءالحق سرحدي وايي، له تيرې يوې مياشتې راهيسې دوه زره پاکستانۍ لارې په تورخم بندر کې د اوښتو په انتظار ولاړې دي.

د سرحدي په وينا، په دغه لاريو کې د افغان سوداګرو توکي بار دي او د اوښتو پر مهال ورته افغان چارواکي ستونزې جوړوي.

هغه له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د سوداګرو ستونزې حل کړي تر څو هغوی خپل مالونه افغان بازارونو ته پر وخت ورسوي.

تر دې مخکې هم د هرات او ننګرهار څخه راپورونه ورکول شوي و چې زرګونه په توکو بار موټر د يادو ولايتونو په ګمرکونو کې د مالياتو د لوړېدو له کبله ولاړ دي او اجازه نه ورکول کېږي چې سوداګر خپل مالونه بازارونو ته وړاندې کړي.

سوداګر وايي، حکومت بې له دې چې دوی ته خبرداری ورکړي پر دوی يې ماليات لوړ کړل چې له کبله يې د دوی مالونه هغومره ګټه نه کوي لکه څومره چې ترې ماليات اخيستل کېږي نو ځکه د مالياتو د پريکولو توان نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close