په تیرکال کې ۷۸ امریکایي عسکر په افغانستان کې وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)

که څه هم امریکایي رسنیو د ۲۰۱۸ کال په پیل کې په رسمي توګه د خپلو ۱۴ عسکرو وژل کیدل منلي و ،خو تازه امریکایي رسنیو له هغه راپور څخه پرده پورته کړې چې پنټاګون پټ ساتلی و.
د “ټسک انډپریس“ خپرونې په خپله مقاله کې د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د تیر یوه کال په موده کې د افغان جګړې په مخامخ نښتو کې ۳۱ امریکایي پوځیان وژل شوي او ۱۴۸ نور ټپیان دي.
همداراز په دې هیواد کې د الوتکو په لوېدو یا ستونزمنېدو له امله ۴۷ امریکايي عسکر وژل شوي دي.
طالبانو د ۲۰۱۷ کال د پای په راپور کې ویلي و چې په دې کال کې یې (۲۸۹) بهرني عسکر وژلي او (۱۲۴) نور یې ټپيان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د خپلې پالیسۍ ترمخه په افغان جګړو کې د خپلو تلفاتو شمیرې پټې ساتي.

امریکایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې یې خپل هوایي بریدونه بې مخینې ډیر کړي چې د شمیرو تر مخه په تیر کال کې شاوخوا ۴۳۶۱ هوایي بریدونه کړي چې د څارونکو په آند لوی اکثریت زیان یې ولسي خلکو ته اوښتی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close