په تېرو دريو مياشتو کې د نشه يي توکو ۱۲۹ قاچاقبران نيول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۹) الماس خدرخیل

د افغانستان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې قضايي اداره وايي، چې د دوی له لوري په تېرو دريو مياشتو کې ۱۲۹ تنه قاچاقبران نيول شوي دي.

يادې ادارې تېره ورځ د نشه يي توکو د قاچاق اړوند قضيو په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ.

د دوي په وينا د يادو قاچاقبرانو له ډلې يې زيات شمير په ننګرهار، هرات او کابل ولايتونو کې د پوليسو له لوري نيولي شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دريو مياشتو کې د قاچاقبرانو ۱۲۹ دوسيې دغه مرکز ته سپارل شوي دي.

د قاچاقبرانو د نيولو پر مهال له دوی څخه ۷۵۸ کيلو ګرامه هيروئين، ۳۰ ټنه مورفين، ۲۵ ټنه اپين ۳۲ ټنه کلک او ۳۰۶۶ ليټره شراب کشف او ضبط شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې يو شمير چارواکي هم د هيروئيو په قاچاق کې لاس لري، چې څو ورځې وړاندې هم د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ امنيه قومندان سرڅارمن غلام علي شاکر د نشه يې توکو د قاچاق په تور ونيول شو.

داسې هم ويل کېږي، چې په ځینو ځایونو کې د نشه يي توکو قاچاق په حکومتي موټر او د حکومتي کسانو له خوا تر سره کېږي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو او بالخصوص په په پلازمينه کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شميره ډيره زياته شوې، روږدي کسان د کابل په پل سوخته او د کابل ښار په ځينو نورو سيمو کې د خپلو ماشومانو سره شپې ورځې تېروي.

تېره ورځ د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د غونډې پر مهال په دې اړه اندېښنه وښوده او له حکومت نه يې وغوښتل چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په ځانګړې ډول د هغوی د ماشومانو وضعيت ته لازمه پاملرنه وکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close