په خپل کور کې د ټوخي اسانه او ګټوره درملنه وکړئ!

 ډاکټر مقدس

دا چې په هیواد کې د ژمي په رارسیدلو سره هوا خشکه او د بارانونو هم هیڅ درک نشته نو طبعي ده، چې لارې کوڅې له ګردونو ډکې او هوا تر ډیره خرابه ده،چې د ټوخي او زکام لامل کیږي.

ټوخی چې تر ډيره ورځینې ناروغ د شپې خوب هم نشي کولی، ور څخه ځوریږي او د روغتیا په لټه کې یې وي.

ددې لپاره طبي پوهانو یوه کورنۍ او اسانه نسخه موندلې ده، چې په هر کور او کلي کې پیدا کیږي، یاده نسخه تر ډيره تجربه شوې، چې نتیجه یې مثبته او مؤثره تر لاسه شوې ده.

د ټوخي د درملنې لپاره ازمایل شوې نسخه په لاندې ډول جوړولی شۍ:

۱ـ ادرک  وټکوئ او اوبه ترې وباسئ، یادې اوبه تر چاڼولو وروسته دوه د خوړو کوچنۍ کاشوغې د چایو په یوه پیاله یا د اوبو په یو ګیلاس کې واچوئ، د ادرک له چاڼ شویو اوبو سره دوه کاشوغې شهد(عسل) ګډ کړئ، کله چې ویده کیږۍ یادې اوبه وڅښۍ ان شاالله ټوخی به مو ورک او په ارامه به خوب وکړۍ.

۲ـ د طبي پوهانو په وینا، ۶۲ګرامه وړه په یوه یا دوه ګیلاسه اوبو کې جوش یا وایشوۍ، وروسته چې کله اوبه لږ تړمې(لږ یخې) شي نو په ورته توګه ۶۲ ګرامه مالګه ور واچوئ او سره یې منحل کړئ، دا هم د ټوخي لپاره غوره درمل شوه، چې کله یې وڅښۍ نو ټوخی به غلی او ناروغي به مو ختمه شي.

۳ـ طبي پوهانو د ټوخي د درملنې په اړه یوه بله ګټوره نسخه هم په ګوته کړې، چې خورا مؤوثره او ګټوره ده.

ددوی په وینا، د ایشیدلې یا جوش شوې هګۍ ژیړ واړه واړه(میده میده) کړئ او شهد(عسل) ورسره ګډ کړئ، له خوړلو وروسته به یې ګټه ووینۍ او پوه به شئ چې ټوخی مو له منځه وړی.

دا پورته نسخه تر ډيره له ماشومانو لپاره غوره او ګټوره ده، چې په دې سره سینه په ارامه او درد یې ختمیږي، د ستوني وچوالی ختموي او همدارنګه د سینې بلغم له منځه وړي.

۴ـ دوه یا درې پلي هوږه میده کړۍ او له شاتو(شهد) سره یې ګډ کړئ، تر خوړلو وروسته به مو ان شاالله ټوخی په ارامه شوی وي.

ډاکټران وايي، چې که تاسو څو اوونۍ ټوخی ولرئ او ور ځ تربلې زیاتیږي باید حتماً کوم ډاکټر ته ورشئ او علت یې پیدا کړئ، د ټوخي دعلت پيدا کول سخت کار نه دی او په اسانه ېې علت پيدا کیداي شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close