په داخل کې بې ځايه کډوال به څرنګه خپلو کورونو ته ستانه شي؟

د دوه کالو په تيريدوسره دحکومت دکارونو لويه لاس ته راوړنه  داده  چې  ووايي کافي بوديجه نه ده مصرف  شوې او دجګړو له امله   له کورونو تللي کډوال خپلو کورونوته نه دي راستانه شوي، يا په ولاياتو کې  دناټو هوايي ځواکونه  بمباري وکړي دارګ په فرمان سره يواځې دومره وشي چې سيمې ته يوپلاوى ور وليږل شي  دا د حکومت دلاس ته را وړنو څخه شميرل کيږي .

تيره ورځ   د ارګ څخه په يوه اعلاميه کې وويل شول چې هغه کډوال چې په هيواد کې دبيلابيلو سيموڅخه د جګړو په دوام  له کورونو وتلي ٦٩سلنه خپلوکورونوته   نه  دي راستانه  شوي  دا  راپور هغه مهال له ارګ څخه خپورشو چې د ملګرو ملتونولخواپه افغانستان کې په راتلونکي يخ ژمي کې دکډوالو دستونزوپه اړه يوراپورخپورکړل شو په راپور کې ويل شوي وو چې کډوالو سره  دومره مرسته نه کيږي چې دژمي ديخ څخه وژغورل شي.

په روان کال کې دسختو جګړو له امله  د بې ځايه شوو کورنيو شمير تر ٩٥زروپورې  ر سيږي چې حکومت د دې بې ځايه شوو کورنيو لپاره لازم  تدابير نه دي نيولي او امکان لري د جګړو په دوام په هيوادکې نورې کورنۍ هم کډوکولوته اړکړل شي.

د حکومت چارواکي خو تل وايي چې موږ د هيواد په داخل کې دبې ځايه شوو کورنيوسره مرستې کړې دي خو هغه کسان چې په داخلي جګړو کې اويا دناټو لخوایې  د بمباريو دخطر له وجې کډې کړې دي وايي چې حکومت ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده کړي يواځې  دميډياپر مخ نړيوالو ته څرګنديږي چې  حکومت   د بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته کوي.
داچې په داخل دهیواد کې دجګړو له امله ٦٩سلنه کورنۍ خپلو کورنوته په تللو نه دي توانيدلي سترلامل ېې دادى چې تراوسه پورې له هغو سيمو چې کورنۍ کډوکولو ته اړشوي دي په هغو سيموکې اوس هم دجګړو خطر شته او بې ځايه شوې کورنۍ دبيا  جګړو دخطر له امله خپلو کورونوته د انتقال زړه نه ښه کوي.

دا حکومت چې تراوسه پورې سره  د هرډول مرستو دکورنيوجګړوله امله د تللوکورنيوپه خوندي کيدا نه دى توانيدلی له پاکستان او ايران څخه په راستنو شوو کورنيوبه هم  دمرستو په نامه دانتظارشپې سباکوي چې د يادو  دواړو هيوادونو دراستنو شوو کډوالو شمير تر اتو لکو پورې رسيږي .

دملګرو ملتونو د راپورونوپه اساس دموجوده حکومت کمزورتيا نوره دومره زياته شوې ده چې هيڅ ډول توجیه ېې نه شي کيدای او اختلاف خو ېې ددې لا مل شو چې دادى په يوولسو ولاياتو کې سخته جګړه روانه ده .

په داسې سخت وخت کې چې د ژمي يخني ر ا روانه ده  دجګړو له امله دبې ځايه شوو کورنيو سره مرسته ونه شي هيواد به ديوه سخت انساني ناورين سره مخ شي .

غوره داده چې ملګرې ملتونه د کابل دموجوده ادارې څخه دمرستو دويش  واک واخلي او   دخپلو کارکوونکو په لاس دبې ځايه شوو کورنيو سره مرستې وکړي ترڅو ېې ماشومان ديخنۍ نه وژغورل شي او که نه نو حکومت همغه حکومت دى چې په وار وار یې  په نړيواله کچه په فساد کې لومړى مقام خپل کړی دى.

هغه مرستې چې دملګرو ملتونو لخوا موجوده حکومت سره کيږي هغه دوی(چارواکي) په خپلو کې سره ويشي او جګړه ورځ په ورځ مخ په زياتيدو ده ،  کډوال به څرنګه خپلو کورونوته ستانه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close