په داسې بام نه ویده کېدل چې دیوال نه لري

دکتور کفایت الله وردګ
 
پداسې بام باندې او لوړ ځای باندې ویده کېدل مکروه دي او ځان ساتل ورنه سنت دي چې د هغه نه داسې دیوال نه وي تاو چې که انسان ددې بام غاړې ته ورځي دا دیوال یې را وګرځوي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  یو حدیث دی چې هغه فرمايي : مَنْ بَاتَ عَلَى ظَهْرِ بيْتٍ لَيْسَ عَلَيْهِ حِجَارٌ فقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ .  سنن ابی داود
ترجمه : هغه کس چې په داسې بام باندې شپه وکوي چې په هغه باندې دیوال نه وي را تاو نو د هغه نه ذمه خلاصه ده .
یعنی الله جل جلاله  د هر بنده ساتنه کوي نو کله چې بنده پداسې ځای کې د ویده کېدلو سره ځان هلاکت ته غورځوي نو که دی هلاکیږي هېڅوک دده ذمه وار نه دي او د یو ا نسان په حق کې دا بعیده نه ده چې هغه د په خوب کې را پاڅیږي او بغیر لدې چې په هغه حرکت باندې دی پوه شي بعیده نه ده چې دی ولاړ شي نو که دی دداسې بام غاړې ته ورشي چې هلته دده د راګرځولو کوم شی موجود نه دي کېدای شي دی وغورځیږي ، تکلیف ورته ورسیږي او کېدای شي دده د هلاکت سبب شي .
 
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي  او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .
 

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close