په داسې زندګۍ کې به مـــوږ ټول شو زاره ترکي

مسروردرمل

ماتــــیږي ګلابـــــونه یو په بــل پســـې دا څه دي؟

اتـل درومـــي یا ربـــه! په اتـــل پســــــې دا څه دي؟

په داسې زندګۍ کې به مـــوږ ټول شو زاره ترکي

اغزیو سترګې برګې کړې په ګل  پسې دا څه دي؟

چې چېرته په وطن کې مو یو ښکلی خدای پیدا کړي

مـــــــرمۍ یې شــي مینه په اوربل پسـې دا څه دي؟

دردونه او غمـــــــونه پرې جـوړه جـــوړه راغلي

زړګی مې نړېـــــدلی په تســـل پسې دا څه دي؟

جــــانانه! د ګلاب د ښـــــکلا قدر به ډېر کم کړې

پګږۍ دي ږدې په زلفو، ول په ول پسې دا څه دي؟

شپونکیه! دا خوږه خوږه شپېلۍ دي چوپه مه شه

ډېر خلک لېـــــوني دي دې واول پسې دا څه دي؟

دا چــــا یې په زخــمي کـوگل تور غـــشي ورشیندلي

مسرور دردونه ګډ کــــړل په غزل پسې دا څه دي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close