په دوه جلا بريدونو کې عسکرو خپل ملګري وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰) د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې يوه عسکر خپل څلور پوليس ملګري وژلي دي.

د کندهار امنيې قومندانۍ وياند پېښه تاييدوي او شمشاد نيوز ته يې ويلي چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې او بريدګر پوليس نيول شوی دی.

که څه ځايي چارواکي وايي، دغه بريد کوونکی پوليس د طالبانو له خوا ګمارل شوی و تر څو په پوليسو بريد وکړي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي.

له بله پلوه د زابل له ارغنداب ولسوالۍ څخه هم ورته ډول راپور ورکول شوی او دوه عسکرو د خپلې پوستې څلور تنه وژلي دي او خپله يې د پېښې له ځای څخه تېښته کړې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د دوی دوه تنو نفوذي کسانو د ارغنداب ولسوالۍ د شاولي په پوسته کې څلور تنه عسکر ووژل او اووه ميله وسلې يې له ځان سره طالبانو ته ور وړي دي.

شاوخوا درې ورځې مخکې هم د فراه ولايت په مرکز رج سيمه کې يوه پوليس د خپلې پوستې څلور ملګي وژلي و، له هغې دوه ورځې مخکې د فارياب په چهلګزي کې ورته ډول پېښه رامنځته شوې وه.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې په روزګان کې د طالبانو يوه نفوذي کس پر بهرنيانو بريد وکړ چې د طالبانو په وينا څلور عسکر ووژل شول او ګڼ ټپيان شول، خو امريکايي چارواکو د يوه عسکر وژل کېدل او دوه نورو ټپي کېدل تاييد کړل.

طالبانو په وروستيو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع په استفادې به په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close