په راتلونکي کال کې به د غور ولایت درې ولسوالۍ د سلما بند له برېښنا څخه ګټه واخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) صابر خپلواک

تمه ده چې په راتلونکي کال کې به د غور ولایت د تولک، شهرک او ساغر ولسوالۍ د سلما بند له تولیدي برېښنا څخه ګټه واخلي.

غور ته ددغه بند د برېښنا د مزو غزولو کار پیل شوی دی او دوام لري.

دکرنیزو چارو پوهان وړاندوینه کوي، چې په راتلونکي کال کې به د  تولک، شهرک او ساغر ولسوالۍ د سلما بند له تولیدي برېښنا څخه ګټه واخلي .

د سلما بند له جوړولو وروسته د افغانستان په لویدیځ کې د کرنیزو چارو کاروبار د ښه کېدو او د برېښا د تولید هیلې زیاتې شوې دي .

دغه بند د سلګونو زره جریبه ځمکو  د خړوبولو او د برېښنا د تولید کولو ظرفیت لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close