په روسیه کې یو ورځينی ملي ماتم اعلان شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) زرغون خوږیاڼی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبریالانو ته په یوه غونډه کې د نسکورې شوې الوتکې او پکې د وژل شویو کسانو سره د خواخوږۍ په پار په ټوله روسیه کې یو ورځينی ملي ماتم اعلان کړ.

تیر ماښام پوتین د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د الوتکې د غورځیدو په اړه یې د بشپړو پلټنو امر وکړ، ولادیمیر پوتین وویل،« سبا په ټوله روسیه کې د ملي ماتم ورځ ده.»

وړمه ورځ سهار وختي د روسي پوځ اړوند یوه ټي یو ۱۵۴ ډوله الوتکه چې د روس له سوچي ښار نه الوتې وه، دوه دقیقې وروسته په تور سمندګي کې پریوتې وه، چې د وروستیو معلوماتو له مخې په الوتکه کې ۹۲ تنه روسي پوځيان او د الوتکې عمله شامل وه چې ټول یې وژل شوي دي.

غورځیدلې الوتکه په سوریه کې د روسي پوځیانو د کرسمس مراسمو کې د ګډون لپاره روانه وه، چې د پوځيانو سربیره د پوځ موسیقۍ ډله هم پکې شامله وه.

د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، چې تور سمندرګي کې به د دوشنبې په سهار د لویدلې الوتکې په اړه پلټنې پیل شي، په پلټونکو کې ۳ زره کسان ګډون لري، چې ۱۰۹ ته یې لامبو وهونکي دي.

کوناشینکوف وايي، د الوتکې ټول مسافر وژل شوي او د الوتکې د ټوټو او د مړو د پیدا کولو کار یې پیل کړي دي، همدا شیبه څلور بیړۍ او ۵  چورلکې سیمه پلټي، چې د ډرون الوتکې هم ورسره ملې دي.

روسیې په داسې حال کې د جدي شپږمه د ملي ماتم ورځ اعلان کړه، چې ۳۷ کاله وړاندې يې په همدغه ورځ په افغانستان یرغل کړی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close