په روژه ماتي کې مناسب خوراک مو روغتیا تضمینوي

ليکوال: لاروي

سږنى کال هم د تيرو څلورو کلونو په څير پر مونږ په سختوګرمو ورځو او شپو کې روژه راغله، چې راتلونکې دوه کاله به هم روژه په ګرمۍ کې وي، خو کرار کرار به يخ موسم ته رسيږي.

دامهال چې موږ په سخته ګرمۍ کې روژه نيسو او الله تعالى راته دسختو روژو نيولو توان راکړی دى، مونږ بايد په خپلو خوراکونوکې د اعتدال څخه کار واخلو، په ماښامي کې هر ډول خوراک په کم وخت کې ونه کړو.

روغتياپوهان د ګرمۍ دموسم  دروژه ماتي په اړه وايي: په روژه ماتي کې پکارده، چې په تدريجي شکل سره اوبه او خواړه استعمال کړل شي، ترڅو په يوځل د زياتواوبو په څښلو د انسان معده له کاره ونه غورځيږي .

د ماښا م پر مهال بايد په خوراک کې ډير احتياط وشي،  وقفه په وقفه خوراک وکړل شي، غوره داده چې د ملا اذان سره سم  د خرما يا نور لږ څه خوراک وشي او وروسته اوبه وڅښل شي او له روژه ماتي وروسته بيا پوره خوراک وشي .

همدا رنګه  د سهارني ياپيشنمي پر مهال بايد نيم يا يونيم ساعت دمخه اوبه وڅښل شي او ورسته بيا هغه خوراک وشي، چې  په کې مايعات زيات وي لکه سبزي جات او ميوه جات.

 دمعمول سره سم اکثره خلک په روژه ماتي کې ميوه خوري، خو غوره داده چې په سهارني مهال میوه وخوړل شي، چې ټوله ورځ د انسان بدن  د ولږي په مقابل کې مقاومت وکړي.

د سهار پر مهال بايد دومره خوراک وکړل شي، چې ميده ېې برداشت کولای شي، د سرې کړې غوښې پرځای که ساده سابه او نور سبزي جات وخوړل شي، پر معده باندې به زيات فشار نه وي .

بله داچې د سهار له خوراک وروسته بايد انسان ژر ويده نه شي يو يا يونيم ساعت بايد انسان ويښ وي او وروسته بیا ويده شي .

د سهار پرمهال که په شنو چايوکې ليمو واچول شي د ورځې به ېې  بدن دتندې په مقابل کې مقاومت وکړي، خو که څو ک د ماښام پر مهال  په شربت کې ليمو استعمال کړي، نه يواځې دا چې تنده به ېې ژر ماته شي بلکې دبدن يخوالي سره هم مرسته کوي.

 مونږ ته پکار ده چې په روژه ماتي او سهاري دواړو کې د احتياط او اعتدال نه کار  واخلو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close