په زابل او غزني د ملکی خلکو تازه تلفات

 

راپورونه وایي چې افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د زابل ولایت مرکز قلات کې د ولسي خلکو پر میشت ځایونو بمبارۍ کړې.
پیښه د “ډورۍ ملایانو په کلي کط رامنځته شوې او لومړني راپورونه ښیي چې ګډوځږاکونو لومړی څو هوایي بریدونه او وروسته د ولسي خلکو پر کورونو او دیني مدرسه چاپه وهلې.
سیمیزې سرچینې وایي؛ په بریدونو او بمبارۍ کې یو دارالحفاظ او ۸ کورونه په یومخیزه توګه ویجاړ شوي او ۲تنه عام کلیوال وژل شوي.

ګډوځواکونو په دې عملیاتو کې د ولسي خلکو اړوند دوه تراسپورټي موټرې هم سوځولې.
په یو بل خبر کې ویل شوي ، چې افغان ځواکونو د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ پر “سره کلا او ولي کلا “ سیمو باندې د ډیسي توپونو بریدونه کړي چې دوه ماشومان یې مرګوني ټپیان کړي او یوه میرمن وژل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بابوس په سیمه کې هم ګډو ځواکونو پر یوه کلي چاپه وهلې چې ۱۴ تنه ولسي وګړي یې وژلي او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

په لوګر کې د وژل شویو ماشومانو له ډلې

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په نوزاد، د ننګرهار په خوږیاڼو، د خوست په باک، د لوګر په بابوس، د غزني په خوګیاڼو او د زابل په مرکز قلات کې لسګونه ولسي خلک په شپینیو چاپو، هوایي بریدونو کې وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close