په زلزله کې هم د پاکستان د آی ایس آی لاس دی!؟

ډاکټر آصف

که انسان فکر وکړي چې خدای تعالی ورته د عقل په ورکولو سره له نورو حیواناتو څخه څومره امتیاز ورکړی دی، او د امتیاز سره سره یې بیا څومره صلاحیتونه ورکړي دي او څومره مسؤلیتونه یې ورسپارلي دي نو حیران به شي.

 له یوه ديني عالم نه مې اوریدلي دي چې ویل یې، الله تعالی درې ډوله مخلوقات پیدا کړيدي چې عبارت دي له:

 ملایکې، انسانان او حیوانات.

ملایکې یې پیدا کړي دي، عقل یې ورکړی دی خو نفس او شهوت یې نه دی ورکړی.

انسان چې هم یې عقل ورکړی دی او هم یې دنفس او شهوت په ورکولو امتحان کړی دی.

برعکس نور حیوانات یې پیدا کړي دي او عقل یې نه دی ورکړی خو نفس او شهوت یې ورکړي دي.

لومړی ملایکې:

پر ملایکو ازمیښت نشته ځکه چې هغوی عقل لري او د عقل مطابق د خدای تعالی احکام پر ځای کوي او نفس او شهوت نه لري چې شیطان یې بې لاري کړای شي. نه حرامو ته ضرورت نه لري او نه نورو خواهشاتو ته نو ځکه دوی له ګناه نه پاک مخلوق ګرځول شويدی؛ چې په لومړۍ مرتبه او درجه کې قرار لري.

دوهم انسانان:

خدای تعالی هغه امتیاز چی ملایکو ته یې ورکړی دی چی هغه عقل دی، انسان یې هم پرې نازولی دی، او د نفس او شهوت په ورکولو سره یې هم ازمایلی دی، نو خپل نفس او شهوت په خپل کنټرول کې ساتي، او د خپل عقل مطابق یې استعمالوي. نو ځکه دوهمه مرتبه یا درجه ورکړای شوې ده.

دریم حیوانات:

حیواناتو ته یې نفس او شهوت ورکړي دي خو د عقل د امتیاز نه یې بې برخې کړی دی، نو که دوی هر ډول جرم کوي او هر ډول ممنوعاتو کې ورګډیږي هیڅ جرم نه ګڼل کیږي، ځکه ویل کیږي چې له چارپای نه ګیله نشته ځکه چې عقل نه لري.

که د چا فصل بې اجازې خوري که په چا حمله کوي که څوک وژني، که د بل هر ډول چارپای پرخوا د جنسي تیري یا میلان کوي. آن تر دې چې که د هغه حیوان خواته هم دغه میلان وکړي چې نوموړی ورڅخه زیږدلی دی، هم هیڅوک یې باک ځکه نه ګڼي چې عقل نه لري او د خدای تعالی لخوا هم نه مؤاخذه کیږي. نو ځکه تر ټولو په ټتیټه او دریمه مرتبه او درجه کې قرار لري.

نو که انسان خپل دغه نفس او شهوت د خپل عقل مطابق استعمال کړي نو مرتبه او درجه به یې د له ملایکو نه هم لوړه وي، او که یې د خپل عقل مطابق استعمال نکړ نو مرتبه او درجه به یې له حیواناتو څخه هم ښکته وي.

نو را به شو اصل مطلب ته او هغه دا چې له ډیرې مودې راهیسې چې د افغانستان حکومت چارواکو او یا ویاندویانو څرګندونو او موقفونو ته ځير شو نو ډیری نه یې داسې څه وینواو اورو چی هغه د هیچا سلیم عقل نشي منلای، که چیرته یوه الوتکه د دوی د مخالفینو لخوا وویشتل شي، که ټانک په ماین والوزول شي، که څوک د دولت پر خلاف مظاهره وکړي، که څوک د دوی پر ناخوالو نیوکه وکړي که ورڅخه کندز ونیسی او که په کابل کې انفجارات وکړي او بالآخره که کوم دیني عالم د دین تبلیغ وکړي خو چې د دوی د دموکراتانه مجاز سره سمی ونه خوري نو پرځای د دې چې د عقل نه کار واخلي او فکر وکړي بیا فیصله وکړي او یا بیا خپل اصیل موقف اعلان کړي، د واره په تلویزیون کې خپل شکل راښکاره کړي، او اعلان وکوي چې په دې کې د پاکستان د آی ایس آی لاس دی!!!؟.

زه دلته د پاکستان د آی ایس آی نه دفاع نه کوم زه دې چارواکو ته دا وایم چې که د چا لاس وي او که نه وي، پوښتنه داده چې که تاسې دومره پیشبین یاست چې د هرې پېښې په وړاندې د پاکستان د آی ایس آی د هر اقدام نه خبریدلی شئ نو بیا پر تاسې کوم سنډا پښه ایښې ده چې د پېښو د مخنیوي لپاره هیڅ استراتیژي نه لرئ او نه یې شئ خنثی کولی، او نه مو د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې مقابله وکړای شوه، یواځې په همدې مو اکتفا کړې ده او په همدې کې مهارت لرئ چې بس د پاکستان لاس دی؟

نو چې تاسې ته د هرې پېښی په هکله معلومات وي چی په هغی کې د پاکستان لاس دی نو ولې یې مخه نه نیسئ او یا یې ولې نشئ نیولی، او آیا پاکستان کوم پیری دې چې په سترګو نه ښکاري؟

 پخوا به چې ماشومان چیرته وویریدل نو سملاسي به ویل چی دلته پیری دی حال دا چې هغه به څه و!

دا څنګه پاکستان دی چې د څو سوه کیلو مترو نه د پایتخت مینځ ته راننوځي او هلته انفجارات کوي، کندز درنه نیسي، د هلمند په لسګونو ولسوالی درنه نیسي او ډیری داسې نور موارد چې ټولو هیوادوالو ته معلوم دي، او ته یې نه وینې، او که وینې یې نو بیا یې ولې مخه نه نیسې، او چې مخه یې نه نیسې نو بیا باید وویل شي چې ستاسې په دې غفلت کی هم د پاکستان لاس دی!

او چې مخه یې نه نیسئ نو په دې کې هم د پاکستان لاس دی، او چې پاکستان ته څه نه وایاست دې کې هم د پاکستان لاس دی، که داسی نه وي نو بیا ولې همدا ادعا تکراروې چی بس د پاکستان لاس دی؟

 آیا حکومتداري همدا ډول وي؟

 آیا حکومت داری همدی ته وایی چی بس خلک دی درباندی بریدونه کوي او ستاسی مسؤلیت به یواځی تر همدې وي چې په دې کی د فلانی لاس دی او په دې کی د بستاني لاس دی؟

 دا اصلا تاسې غواړې چې خپل ملت تیرباسئ او خپل قدرت دوامداره کړي او د خلکو په سترګو کې شګې وشیندئ څو له حقایقو خبر نه شي، خو خلک څه ویده نه دي خلک خبر دي او یوه ورځ به وګورئ چې د ملت د قهر څپې به مو د قلزوم په بحر کې ورکوز کړي، له بله پلوه بیا د مخالفینو نه هم سر ټکوې او هغوی ته د روغی جوړی لاسونه هم غځوې، نو که بریدونو کې د پاکستان لاس وي نو بیا د مخالفینو سره سوله څه معنی؟

بیا ولی د پاکستان سره سوله نه کوې؟

او که جګړه د طالبانو کار وي نو بیا د پاکستان او آی ایس آی لاس لرل څه معنی؟

آن تر دې چې نن سبا دا ډول څرګندونې د خلکو تر منځ په مسخرو بدلې شوي دي،  چې د چا څپلۍ هم وشلیږي نو پړه یې پر پاکستان وراچوي.

څه موده مخکې یوه زلزله وشوه نو ګورم چې یوه ډله خلک راغونډ دي او په کړس کړس خاندي، زه  حیران شوم چې څه قصه ده، خو چې ورنږدې شوم او پوښتنه مې وکړه نو هغوی د چارواکو په څرګندولو پورې خندا او مسخرې کولې او ویل یې چې په دې زلزله کې هم د پاکستان د آی ایس آی لاس دی!!!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close