په زندانونو کې له بشر سره حيواني چلند

 تبصره

له ۱۷ کلونو راهيسې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د هر بنسټ لخوا د زندانونو سروې شوې دي. ټول په يوه خوله دا راپور ورکوي چې په زندانونو کې له بندیانو سره غیر انساني چلند ترسره کېږي.

په زندانونو کې له بشریت سره د حیواني چلند لومړی بنسټ د کمونستانو له رژيم څخه پیل شوی. خو ١٧ کاله کیږي چې افغان ولس ته خپل کور، کلی، وطن زندان شوی. په ځانګړې توګه هغه خلک چې د تورو تنبو شاته دي د ژوند هره برخه په سخت عذاب کې تېروي.

د بشري حقوقو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، د هېواد د يو شمېر زندانونو حالت خورا دردوونکی دى، له زندانيانو سره د بشریت ضد اعمال ترسره کېږي.

 يواځې دا نه چې په زندان کې بشري حقوق تر پښو لاندې کېږي، د ژوند په هره برخه کې له افغان ولس سره غيرانساني چلند روان دی. افغان ولس دغه حالت نور نشي زغملای.

 په زندانونو کې د خولو ګڼدلو اعتصابونه هم ترسره شول، يواځې دا پاتې دي چې ځانونه د اعتصاب په ډول پخپله ووژني.

شپږ مياشتې دمخه، د څرخي پله له زندانه د یوه راخلاص شوي زنداني په وينا، په کابل او نورو ولایتونو کې له زندانيانو سره حيواني چلند کېږي، د بندیانو حالت له مرګ سره برابر شمېرل کېږي.

د بشري حقوقو ادارې په هېواد کې له زندانيانو سره د موجوده حکومت د ناوړه چلند او حشت یو راپور وړاندې کړ. ياد راپور له ۹۲۱ نارینه، ښځینه او ماشومانو بندیانو سره له مرکو جوړ شوی. ۵۱۰ کسانو یې د ځانونو پر وړاندې د بشري حقونو له سرغړونو شکایت کړی، وايي دوی په نه کړي جرم ځورول کېږي، او د یو شمېر زندانيانو د بند موده پوره شوې، خو اوس هم په زندانو کې له عذاب ډکې شپې سبا کوي.

هر کال په هېواد کې دا ډول سروې ترسره کېږي او حکومتي چارواکي تر نیوکو لاندې راځي، چې له زندانیانو سره دا ډول چلند د بشر ضد عمل دی؛ خو په عملي ډګر کې هېڅ هم نه کېږي، بلکې هغه راپورونه هم ورک شي.

هر کال دغه راپورونه خپرېږي، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو ادارې له افغان حکومته غوښتي چې له زندانيانو سره دې انساني چلند کوي، خو په عملي میدان کې د کلونو کلونو راهيسې له زندانيانو سره همدا غيرانساني رویه روانه ده، او له امله یې ورځ تر بلې له حکومته د ولس کرکه او نفرت زياتېږي.

داسې حکومت خپلواک او ازاد نشو بللای، بلکې دې ته د پردیو غلام او لاسپوڅی حکومت ویل کېږي. افغانستان اشغال شوی؛ دا ډول کړنې د اشغالګرو نښه ده چې ولسي وګړي په يو او بل نوم ځوروي تر څو خپل اشغال په بله بڼه توجیه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close