په زندان کي د غذایي اعتصاب شرعي حيثيت

مولوي فضل الرحمن حقاني البغلاني

د کافرانو او د کفري نظامونو له طرفه مسلمانان په ډول ډول تکلیفونو او زحمتونو ربړول کيږي،چي يو د هغو څخه زندان دی. زندان کي بندي د يو مظلوم او لاچار په توګه د ژوند شپي او ورځي تيروي. بندي چي په بنديخانه کې د خپلو حقوقو مطالبه وکړي ،د هغه غوښتنې نه‌منل کيږي،ځکه چي هغه بې وسه او بې وزله دی. نو د بندي سره اخيري او يواځينۍ سلاح دا ده چي اعتصاب پیل کړي.

د غذایی اعتصاب تعريف: د خپلو غوښتنو د منلو او تعميل کولو لپاره د خوراک يا د څښاک او يا د دواړو څخه ډډه کول. ( چي تر څو غوښتني نوي منل شوي خوراک او څښاک نه کول).

د اعتصاب شرعي حکم:

دا مسئله ډېر وروستيو کلونو کې را منځته شوې، پخوا يي هم وجود درلوده خو ډېره نادره او نا اشنا غوندي وه. د نولسمه پېړۍ نه را پدي خوا، خورا عادي مسئله و ګرځيدله. داسې مسئلې ته د علماوو په اصطلاح کي النوازل المعاصره ويلی شي. هر کله چي مسئله نوي ده نو په نزدې وخت کي تېر شوي علماوو ددې په اړه کې خپلې رايې څرګندې کړي، او د اعتصاب شرعي حکم يي ثابت کړی.

د غذايي اعتصاب شرعي حکم په باره کي د علماو اختلاف دی او درې مذهبونه او ويناوې دي پکې.

اول. غذایی اعتصاب حرام دی. دا مذهب د متحده عربي اماراتو د وزارت اوقاف والا دی او د شيخ ابو يوسف الهدة چي د فلسطين يو عالم‌دی هغه مذهب همدا دی.

دوهم. غذایی اعتصاب د خپل حق د غوښتنې لپاره جائز دی که هر څومره د مرګ خطره وي پکې. دا مذهب د فلسطين د سترې محکمې مشر شيخ تيسير التميمي دی. او د فلسطين دارالفتوي الشرعية فتوي ورکړی چي غذايي اعتصاب په بندي باندې واجب دی.

درېيم. غذائي اعتصاب جائز دی تر څو چي د مرګ خطره نوي پکې ، او که اعتصاب دومره اوږد مهاله شو چي د ژوند څخه د لاس ورکولو خطره پکې وه نو بيا جائز ندی. دا مذهب د جمهورو علماوو دی، هر يو لکه:

شيخ صالح ابن عثيمين، الشيخ دوکتور صالح الفوزان، دکتور ناصر العمر، دکتور محمد بن ابراهيم الغامدي، شيخ يوسف القرضاوي، او دکتور عبدالله الفقيه.

او بهتره وينا همدا درېيمه ده.

د دکتور يوسف القرضاوي نه چي کله د اعتصاب په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي په جواب کي و وېل.

لا بأس للأسير باللجوء إلى هذا الإضراب، ما دام يرى أنه الوسيلة الفعالة والأكثر تأثيرا لدى الآسرين، وأنه الأسلوب الذي يغيظ الاحتلال وأهله، وكل ما يغيظ الكفار فهو ممدوح شرعا، كما قال تعالى في مدح الصحابة: {يعجب الزراع ليغيظ بهم الكفار} (الفتح: 29). وقال في شأن المجاهدين: {ولا يطئون موطئا يغيظ الكفار، ولا ينالون من عدو نيلا إلا كتب لهم به عمل صالح} (التوبة:120) فإذا كان هذا الأسلوب يغيظ الكفار، ويسمع صوت الأسرى المظلومين والمهضومين والمنسيين إلى العالم، ويحيي قضيتهم، ويساعدهم على نيل حقوقهم، فهو أمر مشروع، بل محمود، بشرط ألا ينتهي إلى الهلاك والموت، فالمسلم هنا يتحمل ويصبر إلى آخر ما يمكنه من الصبر والاحتمال، حتى إذا أشرف على الهلاك بالفعل، قَبِل أن يأكل، وأن ينجي نفسه من الموت. فإن نفسه ليست ملكا له، وقد قال تعالى: {ولا تقتلوا أنفسكم إن الله كان بكم رحيما} (النساء:29).

ژباړه. هيڅ ګناه نشته که بندي د خوراک نه ډډه وکړي کچيري دا کاريګره وسيله وي ،او په بندي کونکو باندي زيات اثر کونکي وي. او دا داسې طريقه ده چي کفار په غصه کوي، او کوم شی چې کفار په غصه کوي هغه ښه کار دی ،لکه څنګه چې د ذکر شوو دوه آيتونو معني همداده. او مسلمان بندي به تر آخره صبر کوي ،خو کله چي مرګ ته نږدې شي او بندي په ځان پوه شي چي نور ژوند نه کيږي نو بيا دي ځان د مړه کيدو نه بچ کړي او خوراک دي وکړي. ځکه چي الله تعالي په قران کريم کې فرمایی، چي تاسو ځانونه مه وژنئ.

د شيخ يوسف قرضاوي په وينا اعتصاب جائز دی تر څو چي هلاکت د نفس ته و نه رسیږي.

همدارنګه  عبد الله بن مبارك آل سيف فرمايي:

الإضراب عن الطعام من الأمور الجديدة التي لم تعرف في تاريخ الأمة وهو: الامتناع عن بعض أو كل أنواع الطعام أو الشراب أو هما معاً، مدة محددة أو مفتوحة للمطالبة بحقٍ ما لدى طرف ثان، وأن له أنواعاً عدة وصوراً متنوعة … أما حكمه فقد اختلف العلماء في حكمه على ثلاثة أقوال:

القول الأول: التحريم المطلق. والثاني: الجواز المطلق. والثالث: التفصيل، وهو قول جمهور العلماء المعاصرين: أنه يجوز ما لم يصل لمرحلة الخطر أو الموت. وعند الترجيح تبين رجحان القول الثالث القائل بالتفصيل.

ژباړه: اعتصاب يوه نوي مسئله ده چي ددي امت په تاريخ کي مشهوره نده. او اعتصاب د ټولو يا بعض قسمه خوراکونو يا څښاکونو او يا د دواړو څخه ډډه کول دي تر معلوم وقت پوري لپاره د حق مطالبې . او اعتصاب ډېر قسمونه لري او د اعتصاب په شرعي حکم کي اختلاف دی، او درې ډوله ويناوې پکې دي.

اول دا چي اعتصاب حرام دي. دوهم دا چی اعتصاب جائز دی. درېيم دا چي پدې کي لږ تفصيل دی، او هغه دا چي کچيري اعتصاب د خطري او د مرګ مرحلې ته و نه رسيږي نو جائز دی او که د خطرې يا د مرګ مرحلې ته و رسيږي نو جائز ندی، همدا درېيمه وينا د اکثرو علماوو ده او همدا صحي ده.

دريم مذهب والا علماء کرام دوه دليله بيانوي .

اول دليل:

دا چي ابو لبابه رضي الله عنه چي د غزوه تبوک څخه د پاتي کيدو، يا بنو قريضه ته اشاره کول چي محمد صلی الله عليه وسلم تاسو ذبحه کوي، له امله په مسجد نبوي کي ځان د يو ستنې پورې و تړه او وي ويل چي تر څو پوري زما توبه قبوله شوي نوي او نبي علیه الصلوة والسلام پخپل مبارک لاسونو خلاص کړی نه يم تر هغه پورې به ددي ځاي څخه نه لري کيږم، او نه به خوراک او څښاک کوم. اوه ورځو پوري ابو لبابه رضي الله عنه په همدغه حالت کي وو، او بې هوشه شو. الله يي توبه قبوله کړه او نبي علیه الصلوة والسلام پخپلو مبارکو لاسونو د پړي غوټه خلاصه کړه.

دوهم دليل:

: امام احمد ابن حنبل رحمه الله چي کله د مامون الرشيد سره د قران د مخلوق کيدو په اړه اختلاف راغی، مامون الرشيد امام احمد ابن حنبل رحمه الله زندان ته وليږه. څه وخت تيريدو وروسته امام احمد ابن حنبل رحمه الله په زندان کي د خوراک او څښاک نه اعتصاب شروع کړ، او تر اوه ورځو پوري يي دوام ورکړ. پس له اوه ورځو يی د يو ملګري په خواست يي اعتصاب مات کړ.

پاي ټکي: اوسني کافران او کفري نظامونه چي د حقوق بشر نعرې وهي ،ددوي په مقابل کي که بنديان د خوراک او څښاک نه انکار وکړي نو دا دوه مخي کافران چي د حقوق بشر دعوه کوي ديته مجبور کيږي چي د بنديانو غوښتنې و مني، تر څو هغه دعوه کي درواغجن نشي او په دنيا کي و نه شرميږي. د بنديانو لپاره جائز دي چي اعتصاب وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close