په سعودي کې تر ناکامې غونډې وروسته بله غونډه

سرليکنه

په افغانستان کې د بايللې جګړې او ماتې پټولو په خاطر امريکا له يوه کال راهيسې په يوه او بل هېواد کې د سولې ترعنوان لاندې غونډې پیل کړې دي، خو په يو شمېر هېوادونو کې ترسره شوې او وروسته دامريکا لخوا جوړېدونکې غونډې نمايشي غونډې دي. امريکا  په اصل کې په افغانستان کې د نړيوالو مخ له جګړې او افغان وژنې د تذويري سولې پر لور ګرځوي.

امريکا په افغانستان کې هيڅ وخت سوله نه کوي او نه یې غواړي. د کوم هدف لپاره چې یې پر افغانستان يرغل کړی او افغانان په يوه او بل نوم وژني، هغه هدف ته د رسېدا لپاره به کله په اندونيزيا، کله په سعودي او کله په نورو هېوادونو کې غونډې کوي، او تر هغو به خپل او د ناټو پوځونه په افغانستان کې ساتي څو د پلان له مخې د نقشې وروستۍ کښل شوې کرښې ته ځان ورسوي.

سعودي چې په اسلامي نړۍ کې يو ستر دينې هېواد او مقدس نوم درلود د جدې او مکې مکرمې په غونډو کې، چې د امريکا په نوښت جوړې شوې وې، د افغانستان په اړه یې د ورکړل شوې  اعلامیې په خپرلو سره په اسلامي نړۍ کې خپل وقار او باور له لاسه ورکړ.

په سعودي عربستان کې د افغانستان د مسئلې په اړه تر ناکامې غونډې وروسته اوس د ازبکستان په تاشکند کې د بلې غونډې لپاره هلې ځلې پیل شوې دي، چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خپل منځګړتوب سره په افغانستان کې د مذاکراتو له ليارې ”سوله“ رامنځته کړي.

که څه هم په مسکو او د منځنۍ اسيا په نورو هېوادونو کې دمخه په افغانستان کې د سولې په موخه هلې ځلې شوې دي، خو د ازبک چارواکو له وينا ښکاري چې افغان حکومت د طالبانو له انکار سره سره  ازبکستان طالبانو ته د مخامخ تماس له لارې تاشکند ته د ورتلو او هلته له افغان حکومتي چارواکو سره د سولې خبرو ته د کښېناستو بلنه ورکړې ده.

په تېرو ۳ کلونو کې، د بهرنيو پوځونو په ملتيا د افغان حکومتي پوځونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي او د هرې ولسوالۍ په نيولو او بيا بمبار کې حکومتي پوځونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د جګړې په دوام کې د ګاونډيو هېوادونو په منځګړتوب د حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو هڅې هم شوې دي.

ازبک چارواکي اوس پر دې غور کوي چې څرنګه د طالبانو د شرطونو په نظر کې نيولو سره په ازبکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سره له دې چې طالبانو له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی مذاکراتو ته لار هواره کړي.

 طالبانو په وار وار ويلي چې له بې واکه حکومت سره خبرو ته آماده نه دي، دوی له هغه چا سره خبرې کوي چې په افغانستان کې یې جګړه پیل کړی او د سولې واک ورسره دی. يانې امريکا په افغانستان کې د هر څه واک لري، نه افغان حکومت.

په افغانستان کې د سولې مخه د بهرنيو پوځونو شتون او حکومت ته د طالبانو د شرطونو نه منلو نيولې ده، چې ازبک چارواکي سر له اوسه د مذاکراتو پیلولو په اړه غور کوي چې څرنګه د دې انجړې مشوړې سر پيدا او په سيمه کې سولې او امن ته زمينه برابره کړي.

د ازبکستان د بهرنيو چار وزير، عبدالعزيز کاملوف، په دې هڅه کې دى چې په ازبکستان کې يوې غونډې جوړولو ته لاره هواره کړي او د هغو ستونزو د حل لياره ومومي چې تراوسه ورته لاس نه دى رسيدلى. کاملوف په دې نظر دى چې مخ په زياتېدونکې ناامني له افغانستانه منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو ته خپرېدونکې ده، بايد ژر یې مخه ونيول شي.

دا لومړې ځل دی چې ازبکستان په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر ته د بلنې د ورکړې تائيد کوي. د ازبک چارواکو په وينا، امکان شته تاشکند کې یې جوړېدونکې غونډې ته راوبولي، خو دا نه ده څرګنده چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر به ورسره د هو سر وخوځوي او که نه.

د افغانستان مسئله د روسانو د يرغل پر مهال هم نړيواله شوې او اوس هم نړيوله ده، ځکه خو یې د حل په اړه نړيوالې هڅې روانې دي. خو چين، روسيه، پاکستان، ايران، ازبکستان او نور ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان او ګاوڼديو هېوادونو په ګټه مذاکرات وشي، خو په مقابل کې امريکا د ناټوغړو هېوادونو په ملتيا غواړي په خپله ګټه خبرې را وڅرخوي.

په تېر مارچ مياشت کې چې په ازبکستان کې د افغانستان په اړه کومه غونډه شوې وه امريکا او امريکا پلوو هېوادونو پرې نيوکې وکړې. اوس په سعودي کې شوې غونډه د نيوکو او ناکامۍ ښکار شوه. په سعودي جده او مکه مکرمه کې دوه ورځې پرلپسې غونډه امريکا په ګټو څرخېده. که په سعودي کې د غونډې برخوالو له افغانستانه د بهرنيو پوځونو د ایستلو په اړه يوه اشاره هم کړې واې، کېداى شو د کاميابۍ څرک یې ليدل شوی وای.

د سعودي تر ناکامې غونډې وروسته په افغانستان کې جګړه نوره هم سخته شوه. اوس به وکتل شي چې په ازبکستان کې جوړېدونکې غونډه په کومه خوا څرخي: د افغان ولس په لور او که د نورو خواو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close