په سعودی کی د علماوو غونډه د تاریخ په رڼا کی!

لیکوال. فضل الرحمن حقاني البغلانی

لکه څنګه چی تاسو ته معلومه ده چی په سعودی عربستان کی د علماوو غونډه ده، په افغانستان کی د روان جنګی بهیر په اړه. دیته ورته غونډې،او په افغانستان کی روان وضعیت په اسلامی تاریخ کی مخکی هم څرګند شوی، او په اړه یی د أبو بکر صديق رضي الله عنه او نورو جیدو علماء کرامو فیصلی موجودی دی. بلکه د قرآن کريم فیصله هم شته.

 پدی لیکنه کې به ځيني په مختصر ډول لیکل کیږي.

د اسلامي تاريخ يو څو بېلګو ته ستاسو توجو را اړوم:

۱ـ جنګ بدر:

نبي کریم صلی الله عليه وسلم چې کله له مکې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، ځينې مسلمانان په مکه کې پاتې شول او خپل اسلام يې له کفارو پټ کړی وه، خو د هجرت په دویم کال چې کله کافرانو په مدینه منوره باندی حمله وکړه، نو همدغه مسلمانان يې هم له ځانو راوستلي وه او د بدر په میدان کې د کافرانو په صف کې د نبی علېه الصلوة والسلام او د مسلمانو په مقابل کې ولاړ وو، او د هغوی سواد يې زيات کړی وو.

صحابه کرامو ورڅخه پوښتنه وکړه چې تاسو ولې د کافرانو سره ولاړ يئ؟ دوی و ویل چې مونږ له کافرانو سره په مکه کې اوسېږو، نو دوی چې مونږ ته څه وايي هغه به خامخا منو، ځکه چې مونږ کمزوري یو. چې کله جنګ شروع شو، هوایي غشي به راتلل او همدغه مسلمانان به پرې لګېدل، نو ټول و وژل شول. الله تبارک وتعالی دا ایت نازل کړ چې دا ټول جهنمیان دي:

﴿ إِنَّ الَّذِينَ تَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى الْأَرْضِ ۚ قَالُوٓا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وٰسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولٰٓئِكَ مَأْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا ﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۹۷].

ژباړه. كومو خلكو چې پر خپلو نفسونو (د هجرت په نه كولو) ظلم کاوه، پرښتو له هغو څخه د ساه اخيستلو په وخت کښي پوښتنه وکړه چې: تاسې په څه حال کې اخته وئ؟ هغوى ځواب ورکړ چې: موږ په ځمکه کې كمزوري او مجبور وو. پرښتو وويل: ايا د الله ﷻ ځمکه پراخه نه وه چې تاسې په هغې کې هجرت کړی وى؟ – دا هغه خلك دي چې استوګنځى یې دوږخ دى او هغه ډېر بد استوګنځى دى.

۲ـ له مرتدینو سره د ابو بکر صديق رضي الله عنه جنګ:

کله چې نبي کریم صلی الله عليه وسلم وفات شو، نو ډیری قبیلې او خاندانونه د خپلو مشرانو په قیادت کې مرتدی شوه او له مدینې منورې و وتل. له نبي کریم صلی الله عليه وسلم څخه وروسته د مسلمانانو خلیفه ابو بکر صديق رضي الله عنه و ټاکل شو. دا مرتدین د نورو کافرانو سره راغلل او مدینه منوره يې محاصره کړه. او دننه په مدینه منوره کې د بنو عبس او بنو بکر قبیلې هم له دغو کافرانو سره ملګری شول، او ابو بکر صديق رضي الله عنه ته يې د تسلیمۍ او د غوښتنو د منلو پیغام ولېږه. بعضې صحابه کرامو مشوره ورکړه چی د کافرانو غوښتنې و منه ځکه چی په مدینه منوره کې مسلمانان ډېر لږ دي او زیات مسلمانان د اسامه ابن زید رضي الله عنه په قیادت کې په روم باندې د حملې کولو لپاره تللي ول.

لیکن ابو بکر صديق رضي الله عنه ټولو ته و ویل چې مونږ به له دغو ټولو کافرانو، مرتدینو، او هغو داخلي مسلمانانو سره جنګېږو، چې اوسمهال له کافرانو سره یو ځای شوي دي.

کافرانو په مدینه منوره باندې له درې ورځنۍ محاصرې وروسته د شپې حمله وکړه. نو صحابه کرامو سخت ځواب ورکړ، تر دې چې ټول کافران په تېښته مجبور شول. او صحابه کرام په تښتېدونکو کافرانو پسې ورغلل او ډېر زیات یې ور څخه ووژل. او ابو بکر صديق رضي الله عنه قسم وکړ، چې په الله ﷻ مې دې قسم وي چې زه به ټول هغه‌ مسلمانان وژنم چا چې له دغو کافرانو سره مرسته کړې وه او د دوی ترڅنګ ولاړ وو. او بیا يې همداسې وکړل او ټول یې قتل کړل.

۳ـ بابک خرمدین:

بابک خرمدین هغه څوک وه چې غوښتل يې په آذربیجان کې له کافرانو سره یو ځای د عباسي خلافت په مسلمانانو حمله وکړي، نو د هغه وخت د ستر عالم امام احمد ابن حنبل رحمه الله په مشرۍ ټولو علماوو فتوی جاري کړه چی بابک خرمدین مرتد دی او قتل کول يې واجب دي، ځکه چې بابک خرمدین له يرغلګرو کافرانو سره یو ځای شو او کافرانو د ده په ملګرتيا کې په مسلمانانو حمله وکړه، خو له ناکامۍ سره مخ شول،

بابک خرمدین ونیول شو. معتصم بالله چې د مسلمانانو مشر وو، حکم يې وکړ چې اول دې د بابک خرمدین لاسونه او پښې پرېکړی شي، بیا دې ورڅخه سرغوڅ کړی شي او خراسان ته دې ولېږل شي، ترڅو خلک ترې عبرت واخلي او بیا څوک له کافرانو سره یو ځای نه شي.

۴ـ معتمد ابن عباد:

په کتاب القضاء کې امام برزلي رحمه الله لیکلي چې کله په ۴۸۰ هجري کې، معتمد ابن عباد له فرانسويانو مرسته وغوښته چې راځئ پر مسلمانانو حمله وکړو، فرانسویانو ورسره ومنله او د حملې تیاری يې شروع کړ، نو په هغه وخت کې د مسلمانانو بادشاه، ېوسف ابن تاشفین له ټولو علماء کرامو څخه پوښتنه وکړه چې د معتمد ابن عباد څه حکم دی؟ ټولو علماء کرامو فتوی ورکړه چې معتمد ابن عباد مرتد شوی دی.

لنډه دا چی معتمد ابن عباد له ټولې کورنۍ سره و نیول شو چې نوموړی د عمر تر پايه په زندان کې پروت وو او په زندان کې مړ شو.

۵ـ عمر ابن عادل:

په ۶۶۱ هجري کې عمر ابن عادل چې په اردن کې والي وو، له هلاکو خان سره يې خط ولیکه چې زه به ستاسې سره یو ځای یم او په مصر باندې به حمله وکړو. نو په هغه وخت کې د مسلمانانو بادشاه ظاهر بیبرس علماء راغونډ کړل چې د عمر ابن عادل سره څه وکړو؟

ټولو علماوو په اتفاق فیصله وکړه چې عمر ابن عادل واجب القتل دی، چې بیا ووژل شو، تر څو د خلکو لپاره د عبرت او پند نښانه و ګرځي [البداية والنهاية: ۱۳/۲۳۸].

۶ـ په اوه سوه هجري شاوخوا کې تاتاریانو په شام باندې حمله وکړه او ځینې مسلمانان له تاتاریانو سره ودرېدل. نو د ابن تیمیه رحمه الله په مشرۍ ټولو علماء کرامو فتوی ورکړه چې له تاتاریانو سره یو ځای شوي مسلمانان، ټول مرتد دي او قتل کول يې واجب دي (الفتاوى) ۲۸ / ۵۳۰ .

۷ـ محمد ابن عبد الله السعدی:

په ۹۸۰ هجري کې، محمد ابن عبدالله السعدي له پرتګالیانو څخه مرسته وغوښته، ترڅو په ابو مروان معتصم بالله باندې حمله وکړي او د هغه اسلامي حکومت ړنګ کړي.

نو معتصم بالله ټول علماء را غونډ کړل چې د محمد ابن عبدالله السعدي په هکله څه فیصله وکړي. ټولو علماوو فتوی صادره کړه چې محمد ابن عبدالله السعدی مرتد او واجب القتل دی (الاستقصا) ۲/ ۷۰ .

۸ـ په ۱۲۲۸ هجری کال کې کافرانو په نجد باندې حمله وکړه، ترڅو اسلامي حکومت ړنګ کړي. نو له نجد څخه هم ځينې مسلمانان له کافرانو سره ملګري شول. په دې وخت کې شیخ سلیمان ابن عبدالله د «الدلايل» په نوم یو کتاب ولیکه چې په یو ویشت دليلونو سره يې پکې دا خبره ثابته کړه چې کوم مسلمانان له کافرانو سره ملګري شوی، ټول له اسلامه وتلي او مرتد شوي دي او وژل يې فرض دي.

پنځوس کاله وروسته بیا کافرانو په نجد باندې حمله وکړه او بیا ځینې مسلمانان له همدغو اشغالګرو کافرانو سره یو ځای شول، نو د نجد ټول علماء را یو ځای شول او فتوی یې صادره کړه چې دا مسلمانان ټول مرتد شوي دي. او شیخ حمد ابن عتیق رحمه الله یو کتاب ولیکه (سبيل النجاة والفكاك من موالاة المرتدين وأهل الإشراك) او په هغې کې همدا خبره ده چې دا ټول مسلمانان کوم چی د کافرانو سره ولاړ دی،  مرتد شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close