په سفارتونو وېشل شوي نوماندان به په ښمر راشي؟

تميم توفيق

خبر مې تر سترګو شو، وايي کابل کې د امريکا سفير جان باس ويلي چې د پارلمان په راروانو ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي، خو ۲۰ تنه مشاورين يې د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې په کار بوخت دي. يو بل خبر بيا وايي چې کابل کې واقع خارجي سفارتونو هڅې پيل کړې چې د خپلې خوښې نوماندان انتخاب او تر پارلمان پورې د رسولو ملاتړ يې وکړي.

اوس خبره دا ده چې په خارجي سفارتونو ويشل شوي نوماندان که پارلمان ته ورسيږي، ايا د افغانانو د کوم درد دوا به شي او که به تر نن زياتې غميزې ورته وزيږوي؟

د مشاهداتو له مخې، موږ تل د داسې خلکو له لاسه کړېدلي يو چې په کوم بهرني سفارت پورې په يو نه يو ډول تړلي وي، بلکې مطلق چې بهرنی ملا تړ يې تر شاوي، هغوی د همدې کټاګوري د اسلافو نادودي او نارواوې راباندې هيرې کړي دي او له نويو مشکلاتو سره يې مخ کړي يو.

همدا اوس چې له هند، روسيې، ايران، امريکا، ترکيه او… هيوادونو څخه راوارد شوي کانديدان وينو، له يو بل سره يې حتی په فزيکي مقابلو لاس پورې کړی دی او له بله پلوه حکومت هم په ځينو سيمو کې د ناخوښو نوماندانو په وړاندې خنډونه ايجادوي او هڅه کوي چې د ناارامۍ له لاري يې په ټاکنو کې ناکام کړي.

خو د دې هر څه زور له دې بې چاره ولس څخه وځي. د همدې ولس بچيان چې له کلونو وروسته يې هم د کانديدانو اصلي څيرې نه دي پېژندلې، د دوی تر منځ دَل کيږي، وژل کيږي، ټپيانيږي او بلاخره په خپلمنځي بديو اخته کيږي.

دا اوس چې د ټاکنو په مراکزو يا ټاکنيزو منډو ترړو او غونډو چاودنې يا ډزونه کيږي، ټول د يو بل پر ضد د خارجي سفارتونو په اشاره کيږي او يا خپله د حکومت لخوا انجاميږي.

کابل کې د ليدل شويو ځينو علامو په اساس ويلی شو چې دا قساوتونه ګردسره د دوی د خپلمنځي لانجو په اساس دي، که څه هم حکومت هڅه کوي چې د رسنيو په مټ يې په وسلوالو مخالفينو وتپي، خو په ډاډ سره ويلی شو چې طالبان له دې پېښو بالکل آګاهي نلري.

په هر تقدير، دغه نوماندان چې پارلمان ته د رسيدو لپاره يې د بهرنيو سفارتونو لمنې نيولې دي، هيڅکله د دې ولس په خير نشي کيدای، دوی به دلته هر هغه اعمال ترسره کوي چې د دې سفارتونو دولتونو ته يې ثمره رسيږي، نه هغه څه چې په توسط يې دغه ډول ډول بدمرغيو ځپلی ولس د خوښي او ارامي احساس وکړي.

دا د بابيزه ګڼلو وړ خبره نه ده، په ټاکنو کې منډې وهونکي بايد په ځان او ولس ظلم ونکړي او له دې ټولو نوماندانو، چې تر شا يې د ملحدو، کفري او مسلمانو خو منافقانو دولتونو لاسونه وي او د هغوی د پيسو په زور د پارلمان ګدۍ ته رسيږي، ځانونه لرې وساتي، ګني هم به په ټولو ناوړه اعمالو کې ورسره شريک او د الله تعالی په وړاندې مخ توري وي او هم به لکه د تل په څير د پرديو له غلامانو سره يو ځای د ولس په وړاندې رسوا او د ښکارولو مخ به ورته ونلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close