په سوریه کې د یو برید په نتیجه کې ائتلافي ځوکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الجزیرة نه په مننې

عمیر اسدخیل

په سوریه کې د اسلامي دولت تنظیم (داعش) په وړاندې د امریکا په لاس جوړ شوي ائتلاف اعلان وکړ چې د دوي د ځواکونو تر ولکې لاندې سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې چې د تیرې پنجشنبې په ماسپښین وچاودید د دوی له ځواکونو دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ائتلافي ځواکونو په دغه اعلان کې د وژل شویو او ټپیان شویو د تابعیت په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم د چاودنې ځای په ګوته شوی دی، خو دا یې ویلي چې د پیښې په اړه له تحقیقاتو وروسته به یې تفصیلات په ډاګه شي.

په عین حال کې د الجزیرة سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې د ختیځ حلب په پوله د منبج په ښار کې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو اړوند د لاریو په یوه کاروان د تیرې پنجشنبې ماسپښین یوه ځای پر خای شوي بم چاودنه کړې.

په داسې حال کې چې له تیرو څو ورځو راهیسې د منبج ښار د ځای پر ځای شویو بمونو د چاودنو شاهد دی چې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو کسان پکې په نښه کیږي، چې وروستی برید د یادو ځواکونو د منبج ښار د نظامي کمیسیون پر ویاند شرفان درویش ترسره شو.

له بل پلو نه د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې د کردي خلکو نه د دفاع ډله یې د ملا تیر تشکیلوي او د امریکا لخوا مالي او نظامي ملاتړ کیږي، د دغه ځای په جګړه کې برخه لري، خو له تیرو څو اونیو راهیسې د سوریې د آزاد لښکر د ډلو لخوا د بریدونو هدف ګرځیدلی، د سوریې ازاد لښکر چې د ترکي د فوځ لخوا په دې موخه حمایه کیږي څو د ترکیې په وینا په دغه سیمه کې وسله واله او ترهګر وځپي.

واشنګټن د اسلامي تنظیم (داعش) په وړاندې د جګړې په ضمن کې د کردي ډلو په حمایه کولو هم اقدم وکړ څو داعش په سوریه او عراق کې له هغو پراخو پرتو سیمې وشړي چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې ولکه پرې ټینګه کړې، پداسې حال کې چې کردي ډلو له وضعیت نه په استفادې سره د سوریې شمال ته هم د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه چې د ترکیې حساسیت یې راوپاراوه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close