په سوریه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۵) زرغون خوږیاڼی

د سوریې په شمال عین العیسی سیمه کې په امریکايي عسکرو ماین چاودنه شوې، چې په کې یو امریکايي عسکر وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د رقة ولایت شمال کې ماین چاودنې یو امریکايي عسکر ټپي کړ، چې وروسته یې د ژورو ټپونو له ساه ورکړه.

په سوریه کې د ایتلافي ځواکونو قومندان جنرال ستیفن ټونسنډ په وینا د سوریې په شمالي ولایت الرقة کې په یوه امریکايي ټانګ ماین چاودنه شوې چې په کې یو امریکايي عسکر ټپي شوی و، وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړي د وژل شوي عسکر په اړه نور معلومات ورنکړل او ویې ویل، چې په یو مناسب وخت کې به په دې اړه نور معلومات ورکړل شي.

تر اوسه د یادې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close