په سوله مسخرې

نعمان لطیف

په افغانستان دفزیکي اشغال ترڅنگ هم مهاله فکري یرغل هم شوی دی، دلته که نېواکگر پوځیان د افغانانو په وژلو لگیا دي او په وژلو کې سیالۍ کوي؛ یو شمېر قلموال یې د افغانانو دفکر وژلو ته هم کرایه کړي دي چې هغوی په ډېر مهارت اذهان منحرف کوي، حتی مصطلحات تغیروي او افغانان له فکري پلوه وژني

فکر وژنه او یا فکر تغېرول عیناً دفزیکي وژلو مترادف دي او کله چې افکار ووژل شي افراد خپل هویت په وړیا او اوتومات ډؤل له لاسه ورکوي

موږ مسلمان امت دژوند په هر اړخ کې د صهیونستي یرغل تر بریدونو لاندې یو او باید ومنم له بده مرغه چې په دې برخه کې زموږ علماء او اسلامي گوندونه کما حقه مسؤلیت نه ادا کوي

منو چې وسله وال جهاد تر ټولو غوره، سودمن او هدف ته درسېدلو شارټ کټ لاره ده اما ترڅنگ یې دفکري یرغل له اثر او زیان، دمسلمانو ځوانانو ژغورل دحالاتو له اهمو مقتضیاتو څخه دي

زموږ په ځوان نسل دغربي فکري یرغل له نورو اثراتو تېرېږو او دلته تنها له سولې یادؤنه کوو
دغرب دفکري جګړې قلموال رؤانه جگړه که څه هم پردۍ جگړه بلي، او مني خو په ضمن کې ورسره په گوړه کې زهر هم کاروي

دوی وایي روانه جگړه کاملاً پردۍ ده او سیاسي ده خو دپردي تر شاه له صلیبي سازشونو پرده نه پورته کوي، او په ډېر مهارت په یومخیز ډؤل دجگړې ټوله پړه په یوه خوا وراچوي او ولسي ذهنیت په ډېر هنر داسې عیاروي چې ګوندې دجگړې عاملین هاغه خلک دي او همدوی نه غواړي جگړه ودرېږي

په دې وروستیو کې چې دلته امریکایانو او دفکري جگړې کرایه قلموالو دطالبانو خلاف له هرې حېلې، او حربې کار واخیست او مایوس شؤل، دسولې په نوم یې ډرامه پیل کړه
سوله واقعاً داسې یو نوم دی چې د هر افغان دزړه ږغ دی او هر افغان یې راتللو ته لېوال دی ځکه دسولې په نوم سیاسي استفاده پیل شؤه او دسولې نوم مسخره شو

زه په پوره باور او شواهدو سره وایم چې دسولې لپاره پیل شوي پرلتونه او مزلونه سازشي او نمائشي دي؛ که له دغو پرلتیانو وپوښتې چې دیرغلګرو شتون منئ؟
هر یو به یې درته ووایي چې نه. ښه چې داسې ده نو پرلتیانو! ولې دنېواکگرو پر ضد سنگرونو ته نه پورته کیږئ؟
ولې یې دسفاراتو او بېسونو مخ ته پرلتونه نه کوئ؟
پوهېږو چې له شاقه کارونو پیاده مزلونه درته اسانه دي، هم به مو بېشمېره رسنۍ انځورونه خپاره کړي، هم به څو ورځې درسنیز ډگر اتلان شئ

له آدمه تر دې دمه دتاریخ تر ټولو ستره مسخره څپرکی به همدا وي چې یو ملت سوله له داسې چا غواړي چې نه یې جگړه پیل کړې ده او نه جگړې ته کومه لېوالتیا لري
نو اې پرلتیانو! سوله مه مسخره کوئ، په سوله پیسې مه گټئ، سوله زموږ هیله ده او دچا په هېلو سوداگري مه کوئ

ممکن ستاسې نیتونه پاک وي، تاسې به هم سولې ته تږي یاست، وږي به یاست خو هوښیار نېواکگر، ویښ او بیداره یرغلگر او کرایه بانډ یې ستاسې له پاکو نیتونو ناپاکه استفاده کوي او له تاسې دیرغلگر دوروستیو مُهرو په توگه کار اخلي

که سوله غواړئ هېچېرې مه ځئ، مزلونه مه وهئ، پښې مه تڼاکې کوئ، سنگرونه ته هم مه ځئ چې مړه نشئ؛ بس پخپلو ولایتونو کې دنېواکگرو خلاف خېمې ودروئ، دبېسونو مخ ته ورټول شئ، دبېس مخ ته ولاړ عسکر له گرېوانونو ونیسئ او دیرغلگرو له ساتنې یې وگرځوئ

پاچا ته په زغرده ووایاست چې سوله ستا مېلمنو! یرغمل کړې ده، سوله ستا بانډ تجارتي کړې ده، سوله ستا سیاست قرباني کړې ده؛ له مېلمنو! دې دپوځیانو اېستلو مهالؤیش واخله. که سوله رانغله او طالبانو مو خبره رد کړه، ټول شکوک او شبهات به له منځه تللي وي او په یوه خوله به طالبانو پسې کوتکونو ته لاس کړو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close