په سياسي او اخلاقي ککړتيا کې راګير ولس

د څلورو لسيزو راهيسې زمونږ کړېدلی او له جګړو ستړی ولس بيا د پرديو له يرغل سره مخ شوی دی، پرنګي پرې په مرګ ژوبله او ويجاړونو خپله خوا سړه کړه، چې ورپسې د روسي او امريکايي يرغلګرو تر يرغل لاندې سا اخلي، د هغه روسي تښتيدلي يرغلګر د پښو خاپونه لا وران نه وو او لا يې په هديرو کې د وژل شوو شمير سرې ماڼۍ نه وو څرګند کړی، چې د سپين رنګې ماڼۍ يرغلګرو پرې يرغل وکړ، يواځې دا نه چې افغان ولس په جګړو کې راګير شو، بلکې په سياسي، اخلاقي او کلتوري ککړتيا کې هم راګير شو او تر خپله وسه وسه هر يو يرغلګر د خپل هر اړخيز وحشت چپه ميچنې زموږ په زوريدلي ولس وګرځولې.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په نړۍ کې هر کال نږدې ٦٠٠سوه زره ماشومان د زهرجنې او ککړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکوي او زياتره د کم عمر ماشومان د ککړې هوا له امله لومړی په بيلابيلو مرضونه اخته کيږي او بيا د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهي.

د روغتيا د نړيوال سازمان به د خپلې سروې ياد راپور ورکړی وي، خو همدې سازمان له تيرو څلويښتو کالو راهيسې د افغانستان په اړه د سياسي، اخلاقي او جنګي ککړتيا راپور ور نکړ او نه يې سروې وکړه چې لومړی د روسې يرغلګرو په بارودو او اوس د امريکايي او ناټو يرغلګرو د بارودو په لوګيو کې څومره افغان ماشومان او ښځې وژل شوي دي، څومره سپين ږيري په بمباريو کې او په څومره شمير له کورنو ژوندي استل شوي او په شاړو دښتو کې ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي.

د روغتيا سازمان د افغانستان په اړه دا سروې ونکړه چې څومره افغان ځوان نسل د مسکو په لينني نظر او باطله عقيده ککړ شوي دي او اوس د امريکا او اسرائلو د ګډ پلان له مخې په يو او بل نوم څومره ځوانان په غربي هيوادونو کې عيسويت ته اړول کيږي.

د روغتيا او بشري حقوقو ادارې دا سروې ونکړه چې څومره افغان تنکي ځوانان په غربي هيوادونو کې په پنا ورکولو او هم په افغانستان کې د نوې تکنالوژۍ، فحش تلويزيونونو، فحش راډيويي پرګرامونو او فحش چاپي رسنيو په توسط په سياسي او اخلاقي ککړتيا اخته کيږي، د تيرو ١٧ کالو په پرتله دې د کابل او ولاياتو او آن د ولسواليو د ځوانانو اخلاقي پلټنه وشي، چې اخلاقي ککړتيا يې تر کومه حده رسيدلې ده؟

څومره ځوانان او په غرب کې لوی شوي د پاخه عمر تش په نوم افغانان په فحش موسيقۍ او الکولو روږدي شوي دي، چې اوس يې نه امريکا درملنه کولاى شي او نه نور اروپايي هيوادونه.

روغتيايي سازمان خو په نړيوالو غږ کړی دى چې په نړۍ کې د ککړتيا مخه ونيسي، اما پر امريکا او ناتو غړو هيوادونو يې غږ نه دی کړی چې له افغانستانه خپل د سياسي، اخلاقي، جنګي، مذهبي،کلتوري او غير انساني ککړتيا لاملونه (بهرني پوځونه) وباسي، چې غربي کلتور او اخلاقي ککړتيا هم ورسره کډه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close