په شمال کې دایران پلوه“فاطیمیون“ د لښکر اندیښنې راپاریدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

په داسې حال کې چې طالبانو په خپلو خوځنده بریدونو د داعش ډله بشپړه ماته کړه، او د هیواد دشمال په ګډون یې له ګڼو سیمو شاتګ ته اړ کړل؛ تازه اندیښنې دا راټوکیدلې چې ښایي په پلازمینه کابل او ورڅیرمه هزاره میشتو سیمو کې د ایران پلوه شیعه ډلې “فاطیمیون“ په نامه کرایی جګړه ماره ډلې ته زمینه سازي وشي.
شنونکي وایي پر مالستان او جاغوریو د طالبانو وروستی برید دا جوتوي چې ګواکې هغوی غواړي په نطفه کې د دې ډلې د ظهور مخنیوی وکړي .

د امنیت شورا هم دا خبر نه ردوي او د دې شورا د ارزیابي پخوانی مشر ارین شریفي وایي، که دې ډلې ظهور وکړ، ښایي لوی بحران رامنځته کړی او په خبره یې چې “ هغوی به له افغان وګړو نه د انساني ځواک په توګه په دې جنګ کې کار اخلي، له ایران سره به د افغانستان پر ډیپلوماټیکو اړیکو تأثیر ولري او د افغانستان ګټې به اغیزمنې کړي.
دغه ډله چې په سوریه کې د داعش جګړه مارې ډلې پر ضد یې خوځنده بریدونه وکړل، شاوخوا ۵۰ زره افغان شیعه ګان یې غړي وو.
بل خوا د ایران یوه مذهبي مشر آیات الله اراکي هم ویلي چې که امریکایان نه شي کولی، داعش ډله ماته کړي دوی چمتو دي افغانستان ته لویه وسلواله ډله واستوي چې له پراخ قومی ملاتړ نه به برخمنه وي.
په همهاله توګه طالبانو په یوه هیښوونکي پیغام کې ویلي چې،هغه کړۍ چې د قوم، مذهب او ځينو نورو تعصباتو د راپارولو په منظور د سیمې خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي او یا هم تعصبي لښکري جوړوي؛ هغوی ته جدي خبرداری ورکوي چې د طالبانو استخباراتي مسئولین به د داسې لوی خیانت د مرتکبینو جدې څارنه وکوي او عندالموقع به مناسب ځواب ورته ووایي.
طالبانو ویلي په هزاره میشتو سیمو کې یې عملیات د حکومتي واکمنۍ پر ضد دي او ګواښ یې کړی چې که هرچا او هر نهاد د افغانانو ترمنځ د نفرت اچولو هڅه وکړه، بیا د هيڅ ډول شکایت حق نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close