په شمال کې د داعش ماتې، حکومت، او سیاسیون څه وایي؟

 

راپور تاژ:فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۱)

تیره ورځ د هیواد په شمال کې د داعش ډلې بیخکني وشوه؛ دې موضوع په کور دننه مختلف غبرګونونه راوپارول.
د ۲۰۵ شاهین قول اردو ویاند وویل، د داعش د مشر په ګډون یې تر ۲۰۰ ډیر داعشیان او د هغوی مشران د جګړو له ډګره د هلیکوفترو په مټ ایستلي او د شبرغان ښار ته یې رسولي، دغه راز ځینې ناپیژانده چورلکو د داعش ډلې یو شمیر بهرني اتباع د جګړو له ډګره بهر ته لیږدولي خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش دا خبر رد کړه او په ټینګار سره یې وویل، چې بهرنیانو داعشیانو ته هیڅ راز هلیکوفتر نه دي ورلیږلي او دا موضوع یې یواځې تبلیغات بللي.

داعشیانو ته د هلیکوفترو د استولو موضوع د حکومت+امریکا او داعش ترمنځ د اړیکو د توهمي باب نوی راز افشا کړی ، طالبانو ویلي “حقیقت دا دی چې د سیمې خلک او مجاهدین ټول وایي چې د 3 تنو قومندانانو په ګډون 216 تنه داعشیان وروسته له هغه چې کله د طالبانو لخوا ورباندې کړۍ راتنګه شوه، بیرته ورته هماغه چورلکې راغلې، کومو چې پخوا دوی دلته پیاده کړي وو او په نامعلوم لوري یې له ساحې وایستل او ژوندي یې وژغورل“

د جوزجان والي هم په چورلکو کې د داعشیانو را ایستل مني او زیاتوي چې دې کسانو ورسره له وړاندې اړیکه درلوده، “کله یې چې ژوند ته ګواښ متوجه شو، نو یې ترې د مرستې غوښتنه وکړه“
خو د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف بیا وايي؛ له 80 تر 100 تنو پورې داعش جنګیالي د ناپېژاندو چورلکو په وسیله د جګړې له ډګره ایستل شوي دي، چې په خبره يې دا شمیر جنګیالي له هېواده د باندې ویستل شوي دي.

داعشي مشران څه وایي؟

 

په ورته وخت کې شمال کې د داعش ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن وایي، د طالبانو تهاجمي عملیاتو او تپه پر تپې جنګونو نور ستړي کړي و، نو له همدې امله مو له حکومت څخه د پخوا اړیکې ترمخه د هلیکوفترو د رالیږلو غوښتنه وکړه او له سنګرونو څخه پر شا شو.

نوموړی زیاتوي، یو عادي ملا امام وم خو د حکومت تر تعقیب لاندې شوم چې بیا په شمال کې د داعش ډلې له مشر قاري حکمت سره یوځای شوم او د هغه تر وژل کیدو وروسته یې ځای ناستی شوم.
نوموړي له حکومت څخه د عادي ژوند دبرابرولو غوشتنه کړې.
د دې ډلې یوبل مشر او د نوموړي مرستیال مفتي نعمت الله له حکومت څخه ګیلمن دی او زیاتوي، چې حکومت ورته پر وخت هلیکوفتر نه دي ورلیږلي او دوی مجبور شوي ، څه اندازه پر پښو مزل وکړي.

د سیمې خلک څه وایي؟

د سیمې خلک چې د داعش تر مظالمو ستوني ته رسیدلي و، وایي، داعشیانو ورباندې میاشتنی ټیکس لګولی و، اخلاقي فساد یې ترویج او په سیمه کې یې ګڼ ولسي خلک په یوه او بل نوم ووژل.
دوی له حکومت څخه غواړي چې باید تسلیم شوي داعشیان د خپلو اعمالو په سزا ورسوي او د ولسي خلکو کسات ورڅخه واخلي.

سیاسي کارپوهان څه وایي؟

 

سیاسي کارپوهان په شمال کې د داعش ماتې د ټول هیواد لپاره د خوښۍ زیری او د طالبانو ستراتیژیکه بریا بولي، دوی زیاتوي؛ حکومت خپلو وژل شویو عسکرو ته هلیکوفتر نه لیږي، خو د داعش غړو ته یې څو هلیکوفتر د جګړو ډګرونو ته ور واستول څو یې په خوندي توګه له سیمې وباسي، چې دا په خپله د کاسې لاندې د نیم کاسې وجود په ډاګه کوي، هغه څه چې طالبانو، په ولسي جرګه کې وکیلانو او سیاسي کارپوهانو په وار وار ویلي، چې امریکایي الوتکې په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د داعش ضد جنګیالیو د جګړو لومړۍ کرښې بمباروي.
ځایي سرچینې وایي؛ په جوزجان کې د طالبانو پرمختګ داسې مهال منځته راغلی چې له هوا څخه پرې سختې بمبارۍ روانې وې، خو بیا یې هم په تکتیکونو ځان تر خپل مقصوده رسولی.
د چارو ځینو شنونکي وایي، په درزاب کې په حکومتي څرخکو کې د داعشیانو له تیښتې وروسته به شاید هیچا ته هم شک نه وي پاتې چې د داعش په نوم پدیده د امریکایانو هغه استخباراتي پروژه ده چې د امنیت شوری د مشر حنیف اتمر په توسط یې رامنځته کړې او غواړي چې په سیمه کې خپلې شیطاني دسیسې ورباندې اجراء کړي.

 

تسلیم شوي داعشیان څوک دي؟

 

په شمال کې د دعش ډلې د مشر یادونه مو په پورته کرښو کې وکړه، د داعش ډلې مرستیال مفتي نعمت الله په ۲۰۱۵ کې د طالبانو له ګروپه څخه رابیل او حکومت ته تسلیم شو، وروسته تر هغه چې جنرال دوستم ورته دپیسو او امکاناتو ورکول بند کړل، نو په ۲۰۱۶ کې داعش ډلې ته ورغی او په شمال کې د داعش له بنسټ ایښودونکو شمیرل کیږي.
نوموړي د داعش له خوا د سیمې پر خلکو د اخلاقي فساد په جریان کې له یوې ۱۴ کلنې نجلۍ سره واده وکړ او د طالبانو تر ځپونکو بریدونو وروسته، بیرته د حکومت غیږې ته دخپلو پخواني اړیکو پر اساس ورغی.
لکه څرنګه مو چې وویل، د داعش ډلې سیمیز مشران افغانان و، خو جنګیالي او روزونکي یې تر ډیره د فرانسې، ایټالیا او منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع و، نو له همدې امله په ځینو چورلکو کې بهرنیان هم شبرغان ته رسول شوي، خو زیاتره یې نامعلومو چورلکو له هیواده ایستلي.

د جوزجاني والي ویاند رضا غفوري وایي، دلته ډیر بهرنیان میشت و، د هغوی تخنیکي ډلې پر مهمو کانونو کې کیندنې کولې او پیسې یې د داعش جیبونو ته تلې، ښایي یاد اتباع یا وژل شوي او یا هم له طالبانو سره یوځای شوي وي.

شمال کې وضعیت:

د داعش ډلې تر کلیدي ماتې وروسته اوس د شمال کنترول داعش ډلې یا په اصطلاح د سیمیزو هیوادونو استخباراتي پروژو چې په راس کې یې د افغانستان د ملي امنیت شورا یادیږي، خپل ټول واک او ځواک له لاسه ورکړ او ښایي بیرته راتګ یې د پراخو هوایي او زمیني عملیاتو او یا هم تر بل عنوان نوم او نښان لاندې ترسره شي، چې دا چاره هم ترکلونو کیدونکې نه بریښي.

 

ولې داعش  په شمال کې؟

د هیواد شمالي برخې د غوره معادنو سرچینه بلل کیږي او بهرنیان هڅه کوي په مختلفو عناوینو د هغوی لوټلو ته سوژې برابرې کړي، چې د سرچینو په وینا، داعش ډبه په درزاب کې د لیتیمو او نورو ارزښتمنو توکو د کان کیندنه ترسره کوله او له همدې لارې یې نیغ په نیغه ګټه بهرنیانو ته رسیدله.

 

آیا ننګرهار به د شمال په څیر شي؟

 

 

څوکاله وړاندې د طالبانو پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور په ننګرهار کې له مختلفو ولایتونو څخه د ورغوښتلې قطعې په مټ د داعش پر ضد پریکنده عملیات وکړل، خو د دې پدیدې په تړاو د سیمې د خلکو نه همکاري د دې لامل شوه چې د دې ډلې ریښې په بشپړ ډول ختمې نه شي، طالب سرچینې وایي، که د سیمې خلکو د داعش په لمنځه وړلو کې له طالبانو سره د پریکنده ملاتړ ژمنه وکړه، د دې ډلې له منځه وړل د هوایي او ځمکني ملاتړ سره سره ښایي د ورځو خبره شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close